کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۰): د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند وايي، په نوي جوړېدونکې ملي اردو کې به د مخکني جمهوري نظام سرتېرو ته ځای نه وي، خو په لوړه کچه مسلکي کسان به جذب شي.
دغه راز هغه زیاته کړې چې د نوې ملي اردو د جوړېدو په اړه د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر څرګندونې ناسمې تعبیر شوې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیحالله مجاهد یادې څرګندونې نن له ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې کړې دي.
هغه ویلي چې په لوړه کچه د مخکني نظام مسلکي کادرونو ته اړتیا لري خو د سرتېرو په توګه یې پر دندو ګومارلو لپاره خپل وسلهوال بسنه کوي.
مجاهد وايي: "د پخوانۍ اردو دوه ډوله عسکر وو؛ یو مسلکي خلک دي چې هغه له موږ سره شته، همدا اوس په هوايي ځواک کې زموږ انجینرانو ۳۳ الوتکې فعالې کړې او پیلوټانو مو والوځولې. د ملي اردو هغه کسان چې مسلکي وي، موږ ورته اړتیا لرو، هغوی به له موږ سره وي."
هغه زیاته کړې، دویم هغه ډول عسکر دي چې هره ورځ به جنګېدل، مسلکیان هم نه وو، ډېری یې په نشهيي توکو روږدي وو؛ ځکه هغوی ته اړتیا نه لري.
مجاهد زیاتوي: "له هغوی زموږ خپل مجاهدین ښه دي، لوی جنګ یې پر مخ یووړ، نیمه نړۍ یې ماته کړه، له دې ښه اردو بله چېرې پیدا کېدای شي. "
سرچیني د مجاهد له قوله لیکلي چې د ملي اردو شمېر به ستونزو او اړتیاوو ته په کتو وټاکل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي تېره ورځ د اسلاماباد د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې ویلي چې افغانستان نور ستر پوځ ته اړتیا نه لري او دوی به د مخکني حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خپلو لیکو کې ځای ور نه کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن