Language

په پکتیکا کې له اووه زره کورنیو سره مرسته وشوه

ښرنه (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۰): د خوړو نړیوال سازمان او د وطن په نوم یو ټولنیز سازمان په پکتیکا کې له اووه زره غربت ځپلو او بې وزلو کورنیو سره مرسته وکړه.

په دې لړ کې د خوړو نړیوال سازمان/  WFPپر ۴ زره کورنیو او وطن ټولنیز سازمان پر ۳ زره کورنیو خوراکي توکي ووېشل.

د پکتیکا د کليو د پراختیا او بيارغونې رييس مولوي خان محمد احمد د دغو مرستو د وېش پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، په مرسته شوو توکو کې اوړه، غوړي او نور توکي شامل دي چې د ګومل، نکې، ګیان او اومنې ولسوالۍ ۷ زره بې وزلو کورنیو ته ورکړل شول.

دی وايي، ولایتي ادارې هڅې پیل کړي چې د بهرنیو او کورنیو مرستندویه ادارو له لارې له بې وزلو کورنیو سره مرستې وکړي، څو تر یوه حده د هغوی ستونزې حل شي.

د ګومل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سیدالله پژواک ته وویل، په هېواد کې د حکومت له بدلېدو او ژمي له راتلو سره د خلکو اقتصادي ستونزې ډېرې شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

هغه چې مرسته یې تر لاسه کړې وه، وویل تر یوه حده به یې ستونزه حل شي خو میاشت وروسته بیا هم مرستو ته اړتیا لري.

د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي فلک شېر وايي، د دغې ولسوالۍ زرګونو کورنیو ته مرستې وېشل شوي، خو لا هم زرګونه نورې کورنۍ پاتې دي چې غربت سختې ځپلې دي.

دی وايي، که له دغو کورنیو سره تر ژمي مخکې مرستې ونه شي نو له سختو ستونزو سره به مخ شي.

د یادونې ده چې یوه اوونۍ مخکې هم د خوړو نړیوال سازمان په دغه ولایت کې له ۲۱ سوه کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کړې وې.