Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان فوټبال لوبډله سبا له اندونیزیا سره ترکیه کې لوبه کوي

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۰): د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي چې د فوټبال ملي لوبډله سبا د اندونیزیا فوټبال لوبدلې سره ترکیه کې لوبه لري.

دغه فدارسیون پر خپلې فیسبوکپاڼې د دغو څرګندونو تر څنګ لیکلي چې دغه لوبه د فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) له خوا د ترکیې په انتالیا ښار کې د افغانستان په وخت د ماښام په شپږو بجو پیلیږي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون رسنیو ته ویلي چې د یادې لوبې لپاره ۲۳ لوبغاړي ټاکل شوي دي.

په یادو کسانو کې اویس عزیزي، فیصل حمیدي، مصطفی حدید، حسن امین، ډیویډ نجم، اسلام الدین امیري، شریف محمد، نجیم حیدري، مسیح سیغاني، میلاد انتظار، فرشاد نور، فیصل شایسته، نور حسین، اباسین علی خېل، امید پوپلزی، فرید سادات، نعیم رحیمي، مظاهر کوهیار، زبیر امیري، مصطفی ځاځی، حسین زماني، نورالله امیري او ادم نجم شامل دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.