Language

د کابل ښار میرویس میدان سیمه کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړي

دویم تعقیب- کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۰): امنیتي سرچینې وايې چې د کابل ښار کوټه سنګي سیمه کې د مقناطیسي ماین چاودنې له امله دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستی وايي چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې ۱۱ بجې د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند کوټه سنګي سیمه کې پر یوه ملکي موټر شوې چې له امله یې دوه ملکي کسان ټپیان شوي دي.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.