ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امر باالمعروف وزير: امريکا د داعش په نوم د افغانستان د نا امنه کولو هڅې کوي

د امر باالمعروف وزير: امريکا د داعش په نوم د افغانستان د نا امنه کولو هڅې کوي

author avatar
16 Nov 2021 - 17:38
د امر باالمعروف وزير: امريکا د داعش په نوم د افغانستان د نا امنه کولو هڅې کوي
author avatar
16 Nov 2021 - 17:38

مزار شريف (پژواک، ۲۵لړم ۱۴۰۰): د افغانستان د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزير وايي چې نوی حکومت به هیڅ ډول داخلي او بهرنيو ستونزو ته تسليم نه شي او د يوه قوي اسلامي نظام جوړولو هڅو ته به دوام ورکوي.

نوموړي نن د لړم په ۲۵مه په مزار شريف ښار کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ولايتي ادارې فعالولو اړوند پروګرام کې وويل چې حکومت ښځو او نرانو ته د زده کړو د خوندي چاپېريال برابرولو په موخه خپلو اقداماتو ته دوام ورکوي.

د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزير شیخ محمد خالد په خپلو خبرو کې وويل چې افغانان بايد د پرديو د دسيسو پر وړاندې ويښ و اوسي او خپل يووالی دې حفظ کړي.

نوموړي زياته کړه، امريکا هڅه کوي د داعش په شکل کې د افغانستان خاوره نا امنه کړي.

هغه وويل: ((ستاسو به ياد وي، کله چې جوزجان د مجاهدينو له خوا فتح شو، نو امريکا له هغه ځایه داعشيان په هليکوپترو کې کښېنول او کابل ته يې انتقال کړل، اوس هم امريکا په دې هڅه کې ده چې د داعش په شکل کې د افغانستان سپېڅلې خاوره نا امنه کړي.))

خو یادونه یې وکړه چې د داعش په نوم فعاليتونه به له ناکامۍ سره مخ شي.

ده د خپلو خبرو په دوام وویل چې د نوي حکومت له راتلو سره د تېر نظام ټولو مجرمينو ته عفوه وشوه، په کار ده چې هیڅوک له هېواده و نه تښتي او د وېرې احساس و نه کړي.

هغه د بېلګې په ډول د حامد کرزي، ډاکټر عبدالله او عبدالهادي مسلميار نومونه واخيستل او زياته يې کړه چې ياد شوي کسان لوی مجرمين وو، خو په وينا يې چې اوس خوندي او معاف دي.

د امر باالمعروف وزير وويل: ((ايا له کرزي، ډاکټر عبدالله او مسلميار څخه لوی مجرمين نور وو، موږ ته د ټولو کردار معلوم وو؛ خو چې اسلامي نظام وويل نو هغوی معاف شول، که بېرون ته تللي افغانان بېرته راځي، نو د اسلامي امارت غېږ ورته خلاصه ده.))

د هغه په خبره، په تېرو شلو کلونو کې يو شمېر کسانو له نامشروع لارو بې حسابه پيسې او  دارايي پيدا کړې چې په تړاو به يې الله ج او اسلامي امارت حساب ورسره کوي.

نوموړي د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې پورې د ښځو او نارينه وو د زده کړو پر اهميت ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې حکومت هڅه کوي څو ښځينه او نارينه وو ته د زده کړو خوندي او محجب چاپېريال رامنځته کړي.

د امرباالمعروف وزير زياته کړه چې په اسلامي نظام کې به ټول ديني مسايل تطبیق کېږي او په دې تړاو له هیچا سره معامله نه شي کېدای.

هغه له ديني علماوو او د امر باالمعروف ادارې له مسوولينو څخه وغوښتل چې له خلکو سره دې ښه او نرم چلند وکړي.

په ورته مهال د بلخ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه هم په خپلو خبرو کې د امر باالمعروف پر اهميت ټينګار وکړ او ویې ویل چې خلک له هر ډول فساد څخه پاکې ادارې او خدمات غواړي.

د هغه په وينا، په معروف باندې امر او له منکراتو څخه ځان ژغورنه د اسلامي نظام يو مهم او ځانګړی خصوصيت دی.

ديني عالم مفتي محمد اسحاق هم غونډې ته په خپلې وينا کې وويل چې د شريعت تطبيق ته بايد ډېره پاملرنه وشي.

هغه زياته کړه چې په نرم خوی او ښکلې لهجې بايد خلک وهڅول شي څو په نېکه لار لاړ شي او له منکراتو څخه ډډه وکړي.

د هغه په وينا، د امر باالمعروف هدف دا دی چې الهي احکام تطبيق شي او له هغو شيانو څخه ډډه وشي چې اسلام کې منع شوي دي.

د غونډې په پای کې مولوي سردار محمد حيدري بلخ کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ولايتي ادارې د رييس په توګه وګومارل شو.

د امر باالمعروف وزير وویل چې دمګړۍ به بلخ ولايت کې ياده اداره شاوخوا دوه سوه ديني عالمان په خپل تشکيل کې ولري.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.