ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې “د افغانستان رسنیز بنسټ” په نوم یوې ټولنې فعالیت پیل کړ

کابل کې “د افغانستان رسنیز بنسټ” په نوم یوې ټولنې فعالیت پیل کړ

author avatar
18 Nov 2021 - 15:45
کابل کې “د افغانستان رسنیز بنسټ” په نوم یوې ټولنې فعالیت پیل کړ
author avatar
18 Nov 2021 - 15:45

کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۰ ): په یوه تازه ګام کې “د افغانستان رسنیز بنسټ” په نوم یوې ټولنې په داسې حال کې په فعالیت پیل وکړ چې په تېرو کلونو کې ورته لسګونه ټولنې جوړې شوي چې تر ډېره یې خبریالان او رسنۍ له کړنو خوښ نه دي.

دغه بنسټ نن د لړم په ۲۷مه په کابل کې پرانیستل شو.

په دې اړه په جوړې شوې غونډې کې د دغه بنسټ مشر  ابو ذر صارم سرپلي وویل: ((د ژورنالېستان په ملاتړ چې مخکې کوم نهادونه جوړ شوي وو هغوی یو څه کار کړی خو هومره کار یې نه دی کړی څومره چې یې امکانات لرل.))

هغه زیاته کړه، حکومت دې د ژورنالېستانو د ملاتړو بنښتونو او په خپله له خبریالانو سره مرسته وکړي.

د ده په خبره، د افغانستان رسنیز بنسټ به د خبریالانو په خدمت کې وي او ټولو ته به ځواب ورکوونکی وي.

همدارنګه په غونډه کې د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو د ټولنې رییس حجت الله مجددي وویل چې مخکې ډېرو خلکو د ژورنالېستانو له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کړې خو له دې وروسته به داسې نه کېږي.

هغه زیاته کړه، هغه خبریالان چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړي او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د خبریالانو د ملاتړ نړیوالو نهادونو ته به یې نومونه ورکړي څو مرسته ورسره وکړي.

نوموړی وایي چې حکومت دې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په بېړه نافذ کړي څو د خبریالانو ستونزې حل شي.

دغه راز د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي رییس عبدالخلیل رحیمي وویل چې ټولې رسنۍ دې ملي ګټو ته ژمنې شي او اسلامي ارزښتونه دې حفظ کړي.

هغه زیاته کړه، رسنۍ او خبریالان دې بې طرفه و اوسي او لومړی لاس معلومات دې خپروي.

د ده په خبره، د خبریالانو د ملاتړ لپاره چې کوم بنسټونه جوړېږي باید د هېواد قوانین عملي کړي.

بل خوا خبریالان وایي، کوم بنسټونه چې اوس جوړېږي او یا مخکې جوړ شوي، یوه یې هم د خبریالانو لپاره واقعي کارونه نه دي کړي.

د منصور یوسفزي په نوم خبریال پژواک ته وویل، د خبریالانو د ملاتړ او دفاع په نوم جوړ شوي بنسټونه یوازې د خبریالانو د ملاتړ شعار ورکوي خو په تېرو شلو کلونو کې یې په دې برخه کې کوم بنسټیز کار و نه کړ.

ده زیاته کړه: ((ډېر دغسې نهادونه د خبریالانو له نوم څخه استفاده کوي او له نړیوالو پروژې اخلي او پیسې راټولوي، خو خبریالان یې د ستونزو پر مهال یوازې پرې ایښي دي.))

د یادونې ده چې د تېر حکومت له سقوط وروسته د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو باندې تورونه دي چې د خبریالانو پر ځای یې نور خلک بهرنیو هېوادونو ته لېږلي دي.

Visits: 172

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.