Language

حکومتي چارواکو له نړیوالو په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې ده

کابل (پژواک،۲۷ لړم ۱۴۰۰): افغان چارواکو د افغانستان لپاره د المان او هالنډ له ځانګړو استازو سره کتنه کې له کنګله د هېواد د پانګې پر ایستلو د ټینګار ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه او له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزرا‌ مرستیالانو ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د المان او هالنډ له ځانګړو استازو او مل پلاوو سره په ارګ کې وکتل.

سرچينې لیکلي چي ملا عبدالغني برادر په دې کتنه کې د خبرو پر مهال له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان وضعیت ته پام وکړي؛ ځکه چې که په افغانستان کې بېوزلي زیاته شي، پر ټولو به منفي اغېز ولري.

هغه ویلي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني د افغانانو ده او باید له کنګل حالت څخه و ایستل شي.

د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان نږدې لس میلیارده پانګه وروسته له هغه کنګل کړه چې طالبانو کابل ونیو او پخوانی حکومت له منځه ولاړ.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې وروسته د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي په یاده ناسته کې وویل: «موږ د افغانانو ترڅنګ یو او په دې وروستیو کې د المان لومړي وزیر له افغانستان سره د دغه هېواد د مخکنیو مرستو سربېره ۶۰۰ میلیون یورو نوره بشري مرسته هم اعلان کړه.»

سرچینه زیاتوي چې په دې کتنه کې عبدالسلام حنفي هم ویلي چې افغانستان او المان تاریخي مناسبات لري او د افغانستان حکومت  د دغو اړیکو پراختیا غواړي.

حنفي ویلي: «موږ هیچا ته د دې اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې سیمې او نړۍ ته ګواښ پېښ کړي، د نشه یي توکو د کر، قاچاق او پروسس د مخنیوي هڅې کوو او کوښښ کوو کروندګرو ته د بین المللي ټولنې په همکارۍ د بدیل اقتصاد زمینه برابره کړو.»

د هغه د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې د پانګونې لپاره امنیت او بشپړ لازم شرایط برابر شوي دي.

ده له المان، هالنډ او د نړۍ له نورو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د کانونو، انرژۍ او د روغتیا په برخو کې پانګونه وکړي.