ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي او عبدالله له ایران څخه غوښتي چې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي

کرزي او عبدالله له ایران څخه غوښتي چې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي

author avatar
18 Nov 2021 - 14:59
کرزي او عبدالله له ایران څخه غوښتي چې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي
author avatar
18 Nov 2021 - 14:59

کابل (پژواک،۲۷ عقرب ۱۴۰۰): پخواني ولسمشر حامد کرزی او د تېر حکومت د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکټر عبدالله، د ایران ولسمشر له ځانګړي استازي سره لیدلي او ترې غوښتي یې دي چې له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر خانګړی استازی حسن کاظمي قمي درې ورځې مخکې کابل ته راغلی او دلته یې له افغان چارواکو سره پر سیمه ییزو، اقتصادي او نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې نن یې له حسن کاظمي قمي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو خبرې کړې دي.

هغه وایي چې له افغانستان سره د ایران له مرستو یې مننه کړې، ترې غوښتي يې دي چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د مخکني حکومت د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې نن یې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي سره لیدلي دي.

ده لیکلي چې حسن کاظمي قمي له افغانستان سره د اقتصادي ودې، پانګونې، بشري وضعیت د ښه والي او د تعلیم او تحصیل په برخو کې د خپلو همکاریو لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړی.

عبدالله هم ویلي چې له ایران څخه یې غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

Views: 301

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.