ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: حکومت دې د کونړ پر سیند نړېدلي پلونو جوړ کړي

خلک: حکومت دې د کونړ پر سیند نړېدلي پلونو جوړ کړي

author avatar
18 Nov 2021 - 17:19
خلک: حکومت دې د کونړ پر سیند نړېدلي پلونو جوړ کړي
author avatar
18 Nov 2021 - 17:19

کونړ (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۰): د کونړ اوسېدونکي پر کونړ سیند د نړېدلو پلونو د جوړولو غوښتنه کوي او وايي که حکومت د ژمي په موسم کې نړېدلي پلونه جوړ نه کړي نو اورښت او سېلابونه به یې یو مخ ویجاړ کړي.

د تېر حکومت پر مهال د ولایتي بیارغونې برمختیايي ټېم/ PRT پر کونړ سیند ګڼ پلونه جوړ کړي وو چې په دې وروستیو کې زیانمن شوي او د خلکو د تګ راتګ جوګه نه دي.

دغه راز پر کونړ سیند د شلتن پل چې د نړیوالې ټولنې په مالي لګښت جوړ شوی، له تېرو څلورو میاشتو راهیسې ویجاړ شوی او د سیند دواړو غاړو ته د استوګنو خلکو ترمنځ د تګ راتګ اړیکه یې شلولې ده.

د کونړ د شلتن ولسوالۍ اوسېدونکی رحیم الله پژواک خبري اژانس ته وویل، پر کونړ سیند د شلتن پل ځینې برخې څلور میاشتې وړاندې د ناپېژاندو کسانو له خوا ویجاړې شوې او سخت زیانمن شوی دی.

هغه زیاته کړه، پر دغه پل اوس څوک تګ راتګ نه شي کولای، له حکومته غواړو چې دغه پل ژر تر ژره جوړ کړي او له یو مخ نړېدو یې وژغوري.

دی وايي، که پل جوړ نه شي او د سیند اوبه ډېرې شي نو وېره ده چې یو مخ به را وغورځي.

له دې ور ها خوا پر کونړ سیند د نړیوالو ځواکونو له خوا ۶ پلونه جوړ شوي چې د دواړو غاړو ترمنځ یې خلکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړې خو اوس زیانمن شوي.

دغه راز په دې لړ کې د ژېړي بابا پل هم د یادولو دی چې نږدې یوولس کاله مخکې د میلیونونو ډالرو په لګښت جوړ شو خو اوس یې ملا ماته او نړېدلی پروت دی.

د خاص کونړ اوسېدونکي رحمان سید پژواک ته وویل، د تېر حکومت د نه پاملرنې له امله د ژېړي بابا پل هماغسې ویجاړ پروت دی، خلک د جال او زانګو په وسیله دواړو غاړو ته له خطره ډک تګ راتګ کوي.

دی وايي، څو کلیوالو له سیند څخه د اوښتو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی، له حکومته جدي غوښتنه کوو چې دا او نور نړېدلي پلونه ټول ورغوي.

د کونړ د ټولګټو چارو اداري رییس قدت الله معاذ مني چې د تېر حکومت پر مهال جوړ شوي دغه پلونه نړېدلي او زیانمن شوي چې خلکو ته یې جدي ستونزې پیدا کړي دي.

هغه زیاته کړه، د پلونو د رغولو هڅې يې پيل کړې او تمه شته چې په نږدې راتلونکي کې به په بنسټیز ډول ورغول شي.

دی وايي: ((د شلتن ولسوالۍ له نړېدلي پل څخه مو لیدنه کړې ده، په نږدې دوو اوونیو کې به پر دغه ځای بل استحکامي پل نصب کړو، څو د خلکو ستونزه حل شي، دغه راز د هغو پلونو د ساتلو هڅې کوي چې د اوبو په ډېرېدو د ویجاړېدو له خطر سره مخ دي.))

که څه هم چارواکي پر کونړ سیند د زیانمنو شوو پلونو د جوړولو ډاډ ورکوي خو خلک ټينګار کوي چې دغه چاره باید ژر پیل شي، داسې نه وي له جوړېدو وړاندې د اوبو له ډېرېدو سره له منځه لاړ شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.