Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“مخکنی حکومت د شرکتونو درې میلیارده امریکایي ډالر پوروړی و”

کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۰): د حکومت یو چارواکی وایي چې مخکنی حکومت د شرکتونو درې میلیارده ډالر پوروړی و خو د پورونو ورکړه تر اوسه ځنډېدلې ده.

د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي: «موږ ته د هغې فاسدې ادارې له پور پرته نور هيڅ شی نه دي پاتې، هغه اداره یوازې درې میلیارده ډالره له شرکتونو پوروړې وه.»

ده لیکلي: «زموږ لومړیتوبونه اوسمهال په نورو اړینو مواردو کې دي، د هغو پورونو ورکول اوسمهال معطل دي، هڅه کوو چې په راتلونکي کې یې ورکړو.»

د مخکني نظام له سقوط وروسته، له افغانستان سره د نړیوالو مرستې بندې شوې او د افغانستان پیسې هم د امریکا له خوا کنګل چې په پایله کې په دغه هېواد کې اقتصادي ستونزې زیاتې شوې.

د کابل له سقوط وروسته مخکني ولسمشر محمد اشرف غني افغانستان پرېښود، وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې غني له ځان سره ۱۵۰ میلیون ډالر وړي، خوغني هغه مهال پر خپلې ټويټرپاڼې ولیکل: «زه حاضریم د هغو ادعاوو په اړه چې پیسې وړل شوې، له ما څخه پوښتنه وشي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.