کابل (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۰): کابینې د هغو شخصي کورونو او وسایطو د تثبیت او مالکانو ته یې د سپارلو لپاره پلاوی وټاکه چې له پخوانیو چارواکو پاتې دي او یا یې مالکان نه دي معلوم.
دغه راز کابینې اړوندو ادارو ته امر کړی چې بندیان له ټاکلې نېټې زیات بې برخلیکه ونه ساتي او د ځنګلونو د مخنیوي لپاره هم اړین ګامونه پورته کړي.
د شخصي کورونو او وسایطو تثبیت
په تېره زمري میاشت کې د پخواني حکومت له رانسکورېدو وروسته د دغه حکومت یو شمېر چارواکي له افغانستانه ووتل او کورونه او وسایط یې ترې پاتې شول. داسې راپورونه شته چې ځیني دغه کورونه اوس ځینو کسانو په خپله ولکه کې نیولي دي.
د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د کابینې په غونډه کې په دې اړه بحث او پرېکړه وشوه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کابینې په غونډه کې د چارو ادارې اړوند عملیاتي ادارې د مشر مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ پلاوی وټاکل شو څو هغه شخصي کورونه او وسایط تثبیت کړي چې له پخوانیو چارواکو پاتې دي او یا یې مالکان نه دي معلوم.
سرچینه زیاتوي چې یاد کورونه او وسایط به له تثبیتېدو وروسته خپلو مالکانو ته وسپارل شي.
د زندانیانو حقوق او د ځنګلونو له وهلو مخنیوی
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې کابینې د بندیانو او توقیف شوو اشخاصو وضعیت ته د پاملرنې لپاره ټولو اړوندو ادارو ته حکم وکړ چې بندیان له ټاکلې نېټې زیات بې برخلیکه ونه ساتي، دوسیې محاکمو ته واستوي، اړتیاوې یې پوره او حقونه یې ورکړي.
د کابینې غونډې د ځنګلونو له وهلو د مخنیوي په برخه کې د ټاکل شوي پلاوي نظر او طرحه تایید کړې او یوه پلاوي ته یې دنده سپارلې چې د کار د پيل لپاره یې اړوندو ولایتونو ته سفرونه وکړي او د ځنګلونو وهلو مخه ونیسي.
کابینې دغه راز د ځنګلونو او ونو وهلو لپاره د برقي ارو پر استعمال بندیز ولګاوه او عاملین یې د مجازات وړ وبلل.
Views: 57
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن