کابل ( پژواک، ۲ لیندۍ ۱۴۰۰ ): د کابل د کډوالو چارو ریاست وایي چې تر اوسه یې څه باندې پنځه زره بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو ولایتونو ته لېږدولي، خو لس زره کورنۍ تر اوسه کابل کې پاتې دي.
دغه څرګندونې د کابل ولایت د کډوالو چارو رییس مولوي عبدالمتین رحیمزي د لیندۍ په دویمه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه وویل، هڅه کوي چې د ژمي په موسم کې له هغو کورنیو سره چې له ولایتونو څخه کابل ته بې ځایه شوي د لباسونو او خوراکي توکو مرسته وکړي.
نوموړی وایي: ((تر اوسه موږ د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه څه باندې پنځه زره بې ځایه شوې کورنۍ خپلو ولایتونو ته لېږدولي او لس زره کورنۍ اوس هم په کابل کې پاتې دي.))
دی وایي، هڅه کوي د هوا له سړېدو مخکې هم یو شمېر کورنۍ په خپله خوښه خپلو سیمو ته انتقال کړي.
هغه زیاته کړه چې له یو شمېر موسسو سره یې خبرې کړي ترڅو په کابل کې له بې ځایه شویو سره مرستې وکړي.
د کندوز ولایت له چهاردرې ولسوالۍ کابل ښار ته بې ځایه شوي احمد ضیا پژواک ته وویل چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د کابل ښار په سرای شمالي سیمه کې ژوند کوي.
ده زیاته کړه: ((موږ په کلي کور کې هیڅ هم نه لرو، جګړو هرڅه خراب کړي دي،نو څنګه به ولاړ شو.))
نوموړی وایي، چې که حکومت دوی ته په خپلو سیمو کې د ژوند کولو اسانتیاوې برابرې کړي نو حاضر دي چې ولاړ شي.
د یادونې ده چې په هېواد کې د وروستي بدلون له امله زرګونه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي او دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP