ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امیر خان متقي په مشري لوړپوړی پلاوی دوحې ته ځي

د امیر خان متقي په مشري لوړپوړی پلاوی دوحې ته ځي

author avatar
24 Nov 2021 - 17:32
د امیر خان متقي په مشري لوړپوړی پلاوی دوحې ته ځي
author avatar
24 Nov 2021 - 17:32

کابل (پژواک، ۳ لیندۍ ۱۴۰۰): د بهرنيو چارو وزارت وايي، سرپرست وزير به راتلونکې اوونۍ دوحه کې د امريکايي استازو په ګډون له بېلا بېلو اړخونو سره د مهمو مسايلو په اړه خبرې وکړي.

د ياد شوي وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، ‎د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په مشري به یو لوړپوړی پلاوی د لیندۍ له ۶مې تر ۸مې (د نومبر له ۲۷ تر ۲۹مې) نېټې دوحه کې له اروپایي ټولنې، امریکایي استازو او نورو جهتونو سره وګوري.

ده زياته کړې، په دې ليدنو کې به د سیاسي موضوعاتو، کنګل شویو پیسو، بشري مرستو، تعلیم، روغتيا، کابل کې د سفارتونو امنیت، د هغو د خلاصون ‎‏او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وشي.

د هغه په وينا، ‎‏په یاد پلاوي کې به د پوهنې، روغتیا، مالیې، امنیت او د افغانستان بانک استازي هم برخه ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې راتلونکې اوونۍ به په قطر کې له «طالبانو» سره خبرې بیا پیل شي او د دغو خبرو مشري به د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس ویسټ پر غاړه وي.

د حکومت مرستيال وياند انعام الله سمنګاني له امریکایي لوري سره د مذاکراتو په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې خبرو کې به د دواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي ګډ‌ون کوي.

Views: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.