ښرنه (پژواک، ٣ ليندۍ ١٤٠٠): د پکتيکا د کرنې رياست مسوولين وايي چې په تېرو درېيو مياشتو کې په دغه ولايت کې پنځوس ميليونه افغانۍ عشر ټول شوى چې په اړينو ځايونو کې لګول شوې دي.
د پکتيکا د کرنې رييس مولوي شکيب د ليندۍ په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو درېيو مياشتو کې په مرکز ښرنه او ولسواليو کې پنځوس ميليونه افغانۍ عشر ټول شوى دى.
هغه وويل چې دغه پيسې يې د لمريزې برېښنا له ماليکنو د ځمکو له خاوندانو او يو شمېر نورو برخو څخه ترلاسه کړې دي.
سرچنې وويل چې د يادو پیسو زياته برخه يي د ولايتي ادارې د مسوولينو په واک کي ورکړې ترڅو د يو شمېر ادارو اړينې اړتياوې پرې پوره کړي.
دغه راز د پکتيکا مرستيال والي مولوي محيب الله حماس پژواک ته وويل چې د عشر په ورکولو سره خلکو يو ځل بيا حکومت سره خپله همکاري ثابته کړه.
ده وويل چې پر يادو پیسو د يو شمېر ادارو ماليي اړتياوې پوره کړي او ځينې پروژې یې هم پرې پلې کړې دي.
خو د پکتيکا ولايت يوه اوسېدونکي خيال محمد پژواک ته وويل چې د کرنې رياست دغه پیسې بېرته پر کروندو او ګروندګرو ولګوي.
دى زياتوي: ((کروندګرو ته شنې خونې جوړې کړي، کروندګرو ته د اوبو ذخيرې جوړې کړي ترڅو کرنيز حاصلات لوړ شي.))
د يادونې ده چې د نوي نظام په راتګ سره يو ځل بيا له خلکو د عشر ټولولو لړۍ پيل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP