کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۰): د افغانستان لپاره د امریکا استازی د دې ترڅنګ چې هېواد یې د افغان حکومت په رسمیت پېژندلو ته چمتو نه دی، وايی، ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د امریکایي او افغان چارواکو ترمنځ په قطر کې بیا خبرې پیل شي.
طالبانو د روان کال د زمري په ۲۴مه کابل ونیو او لږ وروسته یې سرپرست حکومت اعلان کړ؛ دغه حکومت تر اوسه کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازی ټوماس وسټ تېره ورځ له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، هيڅ داسې نښه نشته چې روسیه او چین دې طالبان په رسمیت وپېژني.
د ده په وینا، که روسیه او چین د طالبانو حکومت په رسمیت هم وپېژني، امریکا به دا کار ونه کړي.
د ویسټ یادې څرګندونې په داسې حال کې دي چې هغه وړمه اوونۍ ویلي وو چې هېواد یې د ناټو له استازو سره د افغانستان د سرپرست حکومت په رسميت پېژندلو په اړه مشورې کړې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP