Pajhwok Afghan News

شربت ګله ايټاليا ته ورسېده

کابل (پژواک، ٥ ليندۍ ١٤٠٠): افغان مېرمن شربت ګله چې د شنو سترګو له امله زیاته مشهور ده ايټاليا هېواد ورته پناه ورکړې ده.

شربت ګله وروسته له هغې مشهوره شوه چې په اتیایمه لسیزه کې د نشنل جیوګرافي مجلې پر خپلې پښتۍ باندې د دغې شنو سترګو او زړه راښکونکې څېرې لرونکې افغانې عکس خپور کړ.

د ایټالیا د صدراعظم دفتر د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ ۴) د یوې خپرباڼې په خپرولو سره ويلي چې ددې هېواد حکومت وروسته له هغې شربت ګلې ته د پناه ورکولو اقدام وکړ چې دغې افغانې له هېواد څخه د وتلو غوښتنه وکړه.

د شربت ګلې تصویر د ۱۹۸۰ لسیزې په منځنیو کلونو کې کله چې هغه ځوانه وه د امریکایي عکاس ستیف مک‌کوري له خوا په پاکستان کې د افغان مهاجرو په یو کمپ کې اخیستل شوی و چې په نشنل جیوګرافیک مجله کې له خپرېدو وروسته یې د زیاتو خلکو پام ځانته واړوه.

مک‌کوري چې ددې عکس په اخیستلو یې زیات شهرت ترلاسه کړ، په ۲۰۲۰ کال کې پاکستان ته لاړ او بیا یې شربت ګله وموندله او د هغې عکس یې واخیست.

پاکستاني مقاماتو په ۲۰۱۶ کال کې ددې لپاره چې شربت ګله په پاکستان کې وساتي هغه یې د پېژندنې د اسنادو د جعل کولو په تور شاوخوا دوه اوونۍ زنداني کړه. خو د زندان نه د خلاصیدو وروسته شربت ګله افغانستان ته انتقال شوه.

د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني شربت ګلې ته ښه راغلاست ووایه او هغې ته یې د اوسېدنې د یو اپارتمان کیلي هم ورکړه چې ژوند په کې وکړي.

Views: 512

Exit mobile version