ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پاسپورټ د وېش په برخه کې به نوې اسانتياوې رامنځته شي”

“د پاسپورټ د وېش په برخه کې به نوې اسانتياوې رامنځته شي”

author avatar
28 Nov 2021 - 15:35
“د پاسپورټ د وېش په برخه کې به نوې اسانتياوې رامنځته شي”
author avatar
28 Nov 2021 - 15:35

ګردېز (پژواک، ۷ ليندۍ ۱۴۰۰): د کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي رييس وايي چې په مرکز او ولايتونو کې به د پاسپورټ د وېش په برخه کې نوې اسانتياوې رامنځ ته کړي.

د پاسپورټ عمومي رييس مولوي عالم ګل حقاني دغه خبرې په پکتيا کې له پاسپورټ اخيستونکو کسانو سره د هغوی د ستونزو د اورېدو پر مهال وکړې.

نوموړي وويل:((ددې په خاطر چې د پاسپورټ د وېش پروسه ګړندۍ شي يو شمېر نوي تخنيکي وسايل مو اخيستې دي په فعاليدو سره به يې اداري کارکوونکو او خلکو ته اسانتياوې رامنځته شي.))

نوموړي وويل، په ټولو ولايتونو کې يې د پاسپورټ د برخې کمپيوټر، بايومټريک او نور تخنيکي وسايل چې ځينې يې له کاره وتلي او په ځينو ولايتونو کې له کمښت سره مخامخ وو، د هغوی لپاره نوي تخنيکي وسايل اخيستل شوي او ژر به ورکول شي.

د حقاني په خبره، دغه تخنيکي وسايل يې له هېواده بهر پېرلي، خو ده ونه ويل چې دغه وسايل څومره دي او څومره لګښت پرې راغلی دى.

د پاسپورټ عمومي ریيس دا هم وويل چې په کابل کې د پاسپورټ ورکولو د لړۍ په پيل کې يې د ورځې شاوخوا څلور زره کسانو ته پاسپورټونه ورکول، خو اوس چې په ولايتونو کې هم دغه لړۍ پيل شوې هره ورځ د کابل په ګډون نهه زره پاسپورټونه وېشي.

دده په خبره، هڅه کوي چې ددې پروسې د نظم لپاره نور کارونه هم ترسره کړي تر څو خلکو ته اسانتياوې برابرې او دغه پروسه په ښه ډول پرمخ لاړه شي.

له بلې خوا په پکتيا کې د پاسپورټ مراجعين له دې خوښي ښيي چې د پاسپورټونو لړۍ پيل شوې، خو وايي چې د خلکو شمېر زيات او خدمات کمزوري دي.

ددغه ولايت د پاسپورټ يو تن اخيستونکي روح الله ځاځي پژواک ته وويل: ((نن مې پنځمه ورځ ده چې عريضه مې کړې، خو تر اوسه مې نه بايومټريک شوی او نه مې نور مراحل طی شوي دي.))

دی وايي، دلته د ورځې په سلګونه کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې دي د پاسپورټ اخيستو لپاره عريضې کوي خو په څو ورځو کې يې نه شي ترلاسه کولاى.

ځاځی وايي، چې چارواکي دې له يوې خوا د خلکو نظم ته پاملرنه وکړي او له بلې خوا دې د پاسپورټ ورکولو مامورين زيات کړي چې د خلکو کارونه په وخت ترسره شي.

خو د پکتيا چارواکو په خبره، پخوا به د لوګر، پکتيکا او نورو ولايتونو اوسېدونکو هم پکتيا ته د پاسپورټونو ترلاسه کولو په موخه ورتلل، خو اوس يې په خپلو ولايتونو کې دغه اسانتيا برابره شوې ده.

دوی دا هم وايي، چې دننه په پکتيا کې يې د هرې ولسوالۍ لپاره په اوونۍ کې يوه ورځ ټاکلې چې له دې سره ګڼه ګوڼه کمه شي او خلک به په خپل وخت پاسپورټ ترلاسه کړي.

پکتيا يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې زيات شمېر خلک يې په نورو هېوادونو کې کاروبار کوي، نو له همدې امله په کې د پاسپورټ اخيستونکي هم زيات دي.

Views: 1201

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.