پل علم (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۰): د لوګر اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې د کرومایټ قېمتي ډبرو کانونه دې په قانوني بڼه په قرارداد ورکړل شي څو هم خلکو ته کار پیدا شي او هم د حکومت عواید ډېر شي.
په لوګر کې د کرومایټ ډبرو درې کانونه شته چې مخکې په ناقانونه توګه استخراجېدل او قاچاق کېدل خو اوس یې مخنیوی شوی دی.
خلک وايي، د دغو کانونو د ناقانونه کېدنې مخنیوی پر ځای ګام دی خو حکومت یې باید د قانوني کېندنې او استخراج لپاره زمینه برابره کړي.
د پل علم د داودخېلو سیمې یوه قومي مشر بسم الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو وروستیو ورځو کې د کرومایټ ډبرې ګڼ کاروباریان د دوی سیمې ته ورځي او ډبرې د نمونې په توګه ورسره وړي.
هغه زیاته کړه، مخکې له دې چې د دغو کانونو ناقانونه کېندنه او قاچاق پیل شي، حکومت یې باید په قانوني بڼه په قرارداد ورکړي.
دی وايي، په تېرو کلونو کې د کرومایټ ډبرو ناقانونه استخراج ترسره کېده، بیا خلکو غږ پورته کړ چې د لنډ مهال لپاره یې مخه ونیول شوه، خو اوس بیا له خلکو سره وېره ده چې که حکومت بې پروايي وکړي نو لرې نه ده چې دغلته بیا ناقانونه کېندنې پیل شي.
د ده په خبره، غوره دا ده چې حکومت د دغې ډبرې استخراج قانوني کړي، هم به خلک کار ومومي او هم به حکومت عاید تر لاسه کړي.
د محمد اغې ولسوالۍ د سرخ اباد سیمې قومي مشر نور محمد پژواک اژانس ته وویل، لوګر له هغو ولایتونو څخه دی چې د کرومایټ ډبرې پرېمانه زېرمې لري خو له بده مرغه په تېر حکومت کې د دې پر ځای چې په قانوني بڼه استخراج شي، په ناقانونه بڼه استخراج او قاچاق کېدلې.
دی وايي، د طالبانو له راتګ سره د کرومایټ ډبرې مشتریان بیا ډېر شوي او ډلې ډلې راځي، اندېښنه مو ده چې که حکومت د دغو کانونو د قانوني استخراج لپاره اقدام و نه کړي نو بیا به قاچاق شي.
نوموړی له حکومته غواړي چې له ملي شتمنیو ساتنه وکړي، د کانونو د قانوني استخراج زمینه برابره کړي او له عوایدو یې د هېواد په رغولو کې کار واخیستل شي.
د همدې ولسوالۍ د مغل خېلو د کلي اوسېدونکي زبیر پژواک خبري اژانس ته وویل: ((زموږ د سیمې په غره کې د کرومایټ ډبرو کان دی چې له کلونو راهیسې په ناقانونه توګه کېندل کېږي، اوس یې باید حکومت مخنیوی وکړي.))
دی هم د دغه کان د ناقانونه کېدنې د مخنیوي لپاره قانوني استخراج مناسبه لاره ګڼي او وايي، له دې سره به کاري مواقع ډېر شي د فقر کچه به کمه شي او ملي بودیجې ته به ډېرې پیسې لاړې شي.
په دې اړه د لوګر د والي ویاند عمر منصور مجاهد پژواک ته وویل چې دوی د کرومایټ ډبرو د ناقانونه استخراج مخنیوی کړی دی.
هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې له کانونو وزارت څخه یو پلاوی لوګر ته راغلی و او د دغو کانونو ارزونه یې وکړه.
دی وايي، په راتلونکې کې د دغو کانونو د قانوني استخراج لپاره یو لړ پروګرامونه شته.
د تېر حکومت د چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، د لوګر په محمد اغه، خروار او ازرې ولسوالیو کې د کرومایټ ډبرو ۹ کانونه شته چې په تېرو کلونو کې سلګونه ټنه ډبره ګاونډي هېواد پاکستان ته قاچاق شوې ده.