Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لوګر کې د کرونا د تشخیص لابراتوار فعال شو

پل علم (پژواک، ۸ ليندۍ ۱۴۰۰): د لوګر د مرکز اړوند په نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون کې د کرونا یا کوویډ ۱۹ ناروغۍ د تشخیص لابراتوار فعال شو.

په دې اړه په دغه روغتون کې غونډه جوړه شوې وه چې د لوګر والي حاجي مالي خان، د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب عمومي رییس ډاکټر نعیم الله ایوبي، د لوګر د عامې روغتیا رییس ډاکټر قدرت الله عادل او د یو شمېر روغتونونو مسوولینو او استازو ګډون په کې کړی وو.

د لوګر د عامې روغتیا رییس ډاکټر قدرت الله عادل پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د کرونا د تشخیص لابراتوار/PCR ماشین په لومړي ځل فعالېږي.

هغه زیاته کړه، له دې وروسته به ناروغان اړ نه وي چې د کرونا معایناتو لپاره مرکز ته لاړ شي، بلکې همدلته به یې معاینات په لوړ کیفیت ترسره کېږي.

دی وايي، د دغه لابراتوار پر جوړولو ۱۲۰ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د روغتیا نړیوال سازمان/WHO له خوا ورکړل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب عمومي رییس ډاکتر نعیم الله ایوبي وویل، د حکومت رهبري هڅه کوي خلکو ته اغېزناک روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

نوموړي د کرونا د تشخیص لابراتوار فعالول د لوګر د اوسېدونکو لپاره یوه اسانتیا وبلله او یادونه یې وکړه چې د لا نورو روغتیايي سهولتونو برابرولو لپاره کار کوي.

د لوګر والي حاجي مالي خان وویل، ولایتي اداره ژمنه ده چې خلکو ته غوره روغتیايي خدمات او ډاکټرانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

هغه ډاډ ورکړ چې د روغتیايي ننګونو د له منځه وړلو لپاره د دوی هڅې روانې دي او په نږدې راتلونکې کې به خلک د موثر او باکیفیته روغتیايي سیسټم شاهدان و اوسي.

د غازي امین الله خان لوګري روغتون رییس ډاکټر نعمت الله همکار پژواک ته وویل، نوی پرانیستل شوی لابراتوار په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا د ۹۶ نمونو د ازموینې وړتیا لري.

دی وايي، له دغه لابراتوار څخه د لوګر په ګډون د ګاونډیو ولایتونو خلک هم ګټه اخیستلی شي.

خلک خوښ دي چې په دغه ولایت کې د کرونا د تشخیص لابراتوار فعال شو.

د پل علم یوه اوسېدونکي عبدالمجید پژواک اژانس ته وویل، مخکې ناروغان اړ وو چې د کرونا معایناتو لپاره کابل ته لاړ شي چې هم یې وخت ضایع کېده او هم یې ډېر لګښت کېده.

دی زیاتوي، اوس به خلک له ځنډ او لګښت دواړو خلاص شي او ټول کار به یې همدلته خلاصېږي.

نوموړی له چارواکو غوښتنه کوي چې په ورته توګه نورې روغتیايي اسانتیاوې هم برابرې کړي، ځکه په دې وروستیو کې روغتیايي خدمات ټکني شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.