پل علم (پژواک، ۸ ليندۍ ۱۴۰۰): د لوګر د مرکز اړوند په نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون کې د کرونا یا کوویډ ۱۹ ناروغۍ د تشخیص لابراتوار فعال شو.
په دې اړه په دغه روغتون کې غونډه جوړه شوې وه چې د لوګر والي حاجي مالي خان، د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب عمومي رییس ډاکټر نعیم الله ایوبي، د لوګر د عامې روغتیا رییس ډاکټر قدرت الله عادل او د یو شمېر روغتونونو مسوولینو او استازو ګډون په کې کړی وو.
د لوګر د عامې روغتیا رییس ډاکټر قدرت الله عادل پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د کرونا د تشخیص لابراتوار/PCR ماشین په لومړي ځل فعالېږي.
هغه زیاته کړه، له دې وروسته به ناروغان اړ نه وي چې د کرونا معایناتو لپاره مرکز ته لاړ شي، بلکې همدلته به یې معاینات په لوړ کیفیت ترسره کېږي.
دی وايي، د دغه لابراتوار پر جوړولو ۱۲۰ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د روغتیا نړیوال سازمان/WHO . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن