ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخي: په دوحه کې د افغان او امریکایي پلاویو خبرې مثبتې وې

بلخي: په دوحه کې د افغان او امریکایي پلاویو خبرې مثبتې وې

author avatar
1 Dec 2021 - 10:13
بلخي: په دوحه کې د افغان او امریکایي پلاویو خبرې مثبتې وې
ارشیف
author avatar
1 Dec 2021 - 10:13

کابل (پژواک،۱۰ لیندۍ ۱۴۰۰): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، په دوحه کې د افغان او امریکایي پلاویو تر منځ دوه ورځنۍ خبرې مثبت بولي، وایي چې دواړو لوریو هوکړه وکړه چي دا ډول ناستو ته به دوام ورکوي.

په دوحه کې د امریکايي او افغان پلاويو ترمنځ خبرې د لیندۍ په اتمه او نهمه تر سره شوې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ايالتونو له ځانګړي استازي ټام ويسټ او مل لوړپوړي پلاوي سره- چې د بېلا بېلو ادارو استازو په کې شتون درلود- دوه ورځنۍ تفصيلي خبرې ترسره کړې.

سرچينه لیکي چې پلاویو په سياسي، اقتصادي، بشري، روغتیایي، تعليمي، امنيتي، افغانستان ته د مرستو رسولو او دغه راز دغه هېواد کې د بانکي اسانتیاوو رامنځته کېدو او نغدو پیسو رسولو په اړه د اسانتیاوو برابرولو په اړه بحثونه وکړل.

د ده په وینا، د افغانستان پلاوي د امنيت ډاډ ورکړ، غوښتنه يې وکړه چې د افغانستان کنګل شوي پيسې بايد بې له قيد او شرط خلاصي شي، تور لېستونه او بنديزونه ختم او بشري موضوعات له سياسي موضوعاتو بېل شي.

بلخي وایي، دواړو پلاویو کې د موضوعاتو په اړه د ښه پرمختګ په موخه مسلکي او تخنیکي ګروپونو هم جلا جلا غونډې درلودې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، مجالس په ټوله کې مثبت و او دواړو لوریو هوکړه وکړه چې په راتلونکي کې به هم دا ډول ناستو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو تر منځ دوحه کې له اوږدو خبرو وروسته د ۱۳۹۸ کال په کب میاشت کې یوه هوکړه وشوه چې له مخې یې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل.

وروسته له هغه چې د روان کال د زمري په ۲۴مه طالبان په کابل او بیا ټول افغانستان واکمن شول، امریکا د افغانستان نږدې لس میلیارده ډالره پانګه کنګل کړه چې له مخې یې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شول او اوس بیا په دوحه کې دواړو لوریو خبرې پیل کړې دي.

Views: 234

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.