ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ د سي اېچ سي کلينيک د درملو د کمښت ستونزه هواره شوه

د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ د سي اېچ سي کلينيک د درملو د کمښت ستونزه هواره شوه

author avatar
3 Dec 2021 - 12:36
د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ د سي اېچ سي کلينيک د درملو د کمښت ستونزه هواره شوه
author avatar
3 Dec 2021 - 12:36

اسعد اباد (پژواک، ١۲ لېندۍ ١٤٠٠):  پر ټولنې د څارنې ډلې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د سي اېچ سي کلينيک د درملو د کمښت او د برېښنا نشتوالي ستونزې هوارې کړې.

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې(UNDP ) د ځایي بشري مرستو د پیاوړتیا له موسسې (HAEO)  سره په ګډه دغه ستونزه حل کړې ده.

سرکاڼو د کونړ ولايت ګڼ مېشته ولسوالۍ ده چې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پرته ده. په دې ولسوالۍ کې شپږ کلينيکونه دي چې ١١٣٥٠٠ کسانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

د سرکاڼو ولسوالۍ سي اېچ سي کلينيک يو له هغو روغتيايي مرکزونو دى چې ١٠٤٠٧ کسانو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي او د ورځې له ٢٥٠ تر ٣٠٠ پورې ناروغان ورته مراجعه کوي.

دغه کلينيک ته ډېرې سپين ږيري، ښځې او ماشومان مراجعه کوي خو په دې روغتيايي مرکز کې اساسي ستونزې د درملو کمښت او د برېښنا نشتوالی وې.

په دغه کلينيک کې يو لابراتور هم شته خو د برېښنا د نه شتون له امله د خلکو د وينې او نورې معاينې په کې نه ترسره کېدې.

د يادې ولسوالۍ يو اوسېدونکی جعفرشاه وايي: "سخته تبه او د ځان درد لرم، د وينې د معاينې لپاره د سرکاڼو سي اېچ سي کلينيک ته راغلم خو دلته نه درمل شته او نه هم لابراتواري خدمات، زه يوه خصوصي کلينيک ته د تګ لپاره پيسې هم نه لرم."

خو له روغتيايي مرکزونو د منظم نظارت په پايله کې د ياد روغتون د درملو د کموالي او برېښنا د نه شتون ستونزې حل شوې دي.

د ياد کلينيک مراجعين او پرسونل د يادو ستونزو پر حل کېدو خوښ دي او په دې برخه کې د HAEO او UNDP له همکارۍ او هلو ځلو مننه او قدرداني کوي.

د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام له دوو کلونو راهيسې د ډنمارک د شاهي سفارت په مالي مرسته له مدني ټولنو سره کار کوي، تر څو د فساد مخه ونیسی.

د ډسمبر۹مه له فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. له فساد سره جګړه اوس یوه نړیواله پدیده بلل کېږي، په داسې حال کې چې فساد هر هېواد اغېزمنوي، خو اسناد ښیي چې بېوزله خلک له دې پدیدې ډېر زیانمنېږي.

فساد د پراختیايي موخو لپاره یو لوی خنډ رامنځته کړی، د ډیموکراسۍ او قانون پلي کېدو پر وړاندې ګواښ دی، د انساني حقونو د ترپښو لاندې کېدو ته لار هواروي، سوداګریز بازارونه او ژوند کیفیت له منځه وړي. همدارنګه جرمونو ته لار برابروي او د انسان د ژوندانه خونديتوب ته خطر پېښوي. دغه راز فساد بې ثباتي او فقر ډېروي او د حساسو هېوادونو په ړنګېدو کې اساسي رول لوبوي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.