شبرغان (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۰): ټاکل شوې چې د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالۍ «کلفت» بندر تر رغول کېدو وروسته بېرته فعالیت پیل کړي.
«کلفت» بندر د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالۍ په ۲۰ کیلومترۍ کې له ترکمنستان سره په پوله موقعیت لري او یاد بندر د افغانستان تر ټولو پخوانی سوداګریز بندر یادیږي.
د جوزجان د قرقین ولسوالۍ سرحدي قوماندان ملا جوره پژواک خبري اژانس ته وویل چې کلفت د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یو مهم او تاریخي بندر دی چې په تېرو زمانو کې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د راکړې ورکړې مرکز و.
هغه د دې مطلب ترڅنګ چې د یاد بندر د بیارغونې چارې به ژر پیل شي زیاته کړه:«د دغه بندر بیا ځلي فعالیت به د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي.»
د سرحدي قوماندان په خبره سرپرست حکومت تصمیم لري د یاد بندر په فعالېدو سره به د هېواد ډېری وګړو په ځانګړي ډول د قرقین ولسوالۍ اوسېدونکو ته کاري زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړه:«کلفت بندر په هېواد کې د هرات د تورغونډۍ او په اندخوی تر اقینې بندر وروسته درېیم لوی سوداګریز بندر دی، او د فعالولو لپاره یې هڅې روانې دي .»
د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د حکومت له دغه اقدام هرکلی کوي خو وایي چې په دغه بندر کې د سوداګریزو چارو پرمخ وړلو لپاره هېڅ تاسیسات نشته .
د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی بیرم قل وایي چې څلوېښت کلن جنګ دغه بندر ته هم زیان اړولی کوم تاسیسات یې چې لرل هغه له منځه تللي دي.
هغه په ډاګه کړه:«له شک پرته چې د یاد بندر بیا ځلي فعالیت د اقتصاد پر وده او خلکو ته د کار برابرولو برخه کې ډېر مهم دی خو د بیارغونه یې وخت نیسي.»
د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی سخي داد وایي چې د افغانستان او ترکمنستنان ترمنځ په کلفت بندر کې یوازې یو اوسپنیز پل موجود دی چې د موټرو لپاره مناسب نه دی .
هغه وویل:«که دغه بندر د دواړو هېوادونو ترمنځ په شته امکاناتو جوړ شي ښايي په ډېره ټيټه کچه مالونه تبادله شي یانې د بشري قوې له لارې د سوداګریزو مالونو لېږد ممکن دی او بس.»
د نوموړي په خبره، که د یاد بندر د پرانیستلو لپاره پر لوی پروګرام کار ونه شي په اوسنۍ کچه د فعالېدو چارې به یې ګټورې نه وي.
کلفت بندر د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالۍ په ختیځه برخه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ موقعیت لري چې په بلخ کې د حیرتان بندر له پرانیستل کېدو مخکې دغه بندر کلونه وړاندې د افغانستان او شوروي ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره تړل شوی و.
Views: 65
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن