ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې د دوو ولسوالیو نښلوونکي پول د بیارغولو چارې پیل شوې

په اروزګان کې د دوو ولسوالیو نښلوونکي پول د بیارغولو چارې پیل شوې

author avatar
8 Dec 2021 - 16:56
په اروزګان کې د دوو ولسوالیو نښلوونکي پول د بیارغولو چارې پیل شوې
author avatar
8 Dec 2021 - 16:56

ترینکوټ (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۰): په اروزګان کې د بډولې په نوم د هغه مهم پول د بیارغولو چارې پیل شوې چې د دوو ولسوالیو چورې او چنار تو تر څنګ سلګونه کلي سره نښلوي.

دغه پول په چوره ولسوالۍ کې دی چې پنځه کاله مخکې جګړو او سېلابونو ویجاړ کړی و.

د اروزګان د ټولګټو چارو رییس مولوي نظامي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه لوی او مهم پول د بیا جوړولو چارې د دغه ریاست د فني او تخنیکي ټیم له خوا پيل شوې دي.

هغه زیاته کړه، د دغه پول بیارغونه د خلکو د پر له پسې غوښتنو وروسته پیل شوې چې تر راتلونکو څو اوونیو به بشپړه شي.

دی وايي، د پول پر رغولو یو میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د دغه ریاست له بودیجې ورکول کېږي.

د دغه پول د جوړولو یوه تخنیکي انجنیر مطیع الله پژواک خبري اژانس ته چې پول ۹ متره اوږدوالی او ۴ متره بر لري چې په اساسي توګه به ورغول شي.

د ده په خبره، د پول له جوړېدو سره به د یادو شوو دوو ولسوالیو تر څنګ د سلګونو نورو کلیو اوسېدونکو ته هم د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.

د سیمې اوسېدونکي خوښ دي چې پوره پنځه کاله وروسته دغه مهم پول بیارغول کېږي.

د نذیر احمد په نوم د چورې یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل، مخکې خلک اړ و د ستونزو په منلو د سیند له اوبو واوړي، خو اوس به دا ستونزې حل شي.

هغه له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دغه ولایت نور پلونه، سړکونه او ټولګټې ځایونه بېرته جوړ کړي چې په تېرو جګړو کې ویجاړ شوي او یا زیانمن شوي دي.

د اروزګان د چورې او چنارتو ولسوالیو تر منځ د دغه پول د بیا جوړولو چارې داسې مهال پیلېږي چې څو ورځې مخکې مسوولینو په تېرو جګړو کې د ویجاړو شوو د دولتي ودانیو او د عامه تاسیساتو د بیاجوړولو خبر ورکړی و.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.