کابل (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۰): د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) له تمویلوونکو په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت ته د رسېدنې لپاره د دوه میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
دغه صندوق د فېسبوک په رسمي پاڼه د دې غوښتنې ترڅنګ لیکلي چې په دغو پیسو به په افغانستان د ۲۴ میلیونه وګړو چې نیمایي یې ماشومان جوړوي، عاجلې اړتیاوې برابرې شي.
یونیسف په افغانستان کې د بشري بد وضعیت په اړه وایي چې د ژمي په را رسېدو سره ماشومان له سختو ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق دفتر ویلي: «د کورنیو او ماشومانو د ناهیلۍ په ډېرېدو سره په افغانستان کې د ماشومانو د خوندیتوب او ژغورنې په موخه هر هغه کار چې ممکن وي، یونیسف یې ترسره کوي.»
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن