کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۰): نړیوال بانک وايي، مرستندویو هېوادونو افغانستان ته د دغه هېواد د بیارغونې وجهي صندق له کنګل شوو پیسو د ۲۸۰ میلیون ډالرو د ورکړې پرېکړه کړې ده.
یاد بانک پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه پیسې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دوو مرسته کوونکو ادارو (د ماشومانو وجهي صندوق او د خوړو نړیوال پروګرام) ته ورکړل شي، څو له بشري کړکېچ سره په مبارزه کې ولګول شي.
د اعلامیې له مخې، دغه پیسې به په یوه میاشت کې افغانستان ته ورسېږي.
سرچینې لیکلي چې له یادو پیسو ۱۸۰ میلیونه ډالر د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ته ورکول کېږي چې د خوړو خوندیتوب او د خوارځواکۍ د مخنیوي په برخو کې یې ولګوي او پاتې سل میلیون ډالره د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندق (یونیسف) ته ورکول کېږي چې اساسي روغتیایي خدمتونه پرې برابر کړي.
د نړیوال بانک په وینا، یونیسف به پر دغو پیسو دوولس نیم میلیونه افغانانو ته لومړني او اساسي روغتیایي خدمتونه ورسوي او یو میلیون کسان به واکسین کړي.
په اعلامیه کې راغلي چې د خوړو نړیوال پروګرام به پر یادو پیسو دوه میلیونه او ۷۰۰ زره کسانو ته د خوړو مرسته برابره کړي او د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره به هم له نږدې ۸۴زره میندو او ماشومانو سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې وجهي صندق (ARTF . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP