Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نړیوال بانک: تر یوې میاشتې پورې به افغانستان ته ۲۸۰ میلیون ډالر ورسېږي
ارشیف

کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۰): نړیوال بانک وايي، مرستندویو هېوادونو افغانستان ته د دغه هېواد د بیارغونې وجهي صندق له کنګل شوو پیسو د ۲۸۰ میلیون ډالرو د ورکړې پرېکړه کړې ده.

یاد بانک پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه پیسې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دوو مرسته کوونکو ادارو (د ماشومانو وجهي صندوق او د خوړو نړیوال پروګرام) ته ورکړل شي، څو له بشري کړکېچ سره په  مبارزه کې ولګول شي.

د اعلامیې له مخې، دغه پیسې به په یوه میاشت کې افغانستان ته ورسېږي.

سرچینې لیکلي چې له یادو پیسو ۱۸۰ میلیونه ډالر د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ته ورکول کېږي چې د خوړو خوندیتوب او د خوارځواکۍ د مخنیوي په برخو کې یې ولګوي او پاتې سل میلیون ډالره د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندق (یونیسف) ته ورکول کېږي چې اساسي روغتیایي خدمتونه پرې برابر کړي.

د نړیوال بانک په وینا، یونیسف به پر دغو پیسو دوولس نیم میلیونه افغانانو ته لومړني او اساسي روغتیایي خدمتونه ورسوي او یو میلیون کسان به واکسین کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د خوړو نړیوال پروګرام به پر یادو پیسو دوه میلیونه او ۷۰۰ زره کسانو ته د خوړو مرسته برابره کړي او د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره به هم له نږدې ۸۴زره میندو او ماشومانو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې وجهي صندق (ARTF) په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته یو میلیارد او پنځه سوه میلیونه ډالره شتمني کنګل کړې ده.

له دغو کنګل شوو پیسو سره – سره د امریکا متحده ایالتونو هم د افغانستان نږدې لس میلیارد ډالر نوره پانګه هم کنګل کړې چې له امله یې په افغانستان کې نغدې پیسې کمې او مالي او بانکي چارې له ستونزو سره مخ شوې ډي.

د افغانستان د بیارغونې وجهي صندق ۲۸۰ میلیون ډالر داسې مهال افغانستان ته را استول کېږي چې د ملګرو ملتونو په وینا، په دغه هېواد کې ۲۳ میلیونه کسان له شدیدې لوږې سره مخ دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.