ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د څارویو ګنج په قرارداد کې هر کال ۴ میلیونه او ۲۹۶ زره افغانۍ فساد شوی

د غزني د څارویو ګنج په قرارداد کې هر کال ۴ میلیونه او ۲۹۶ زره افغانۍ فساد شوی

author avatar
14 Dec 2021 - 18:06
د غزني د څارویو ګنج په قرارداد کې هر کال ۴ میلیونه او ۲۹۶ زره افغانۍ فساد شوی
author avatar
14 Dec 2021 - 18:06

غزني (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۰): د پژواک د موندنو له مخې، د غزني د څارویو ګنج میلیونونه افغانۍ عواید د دولتي خزانې پر ځای شخصي جېبونو او اکاونټونو ته تللي دي.

د څارویو ګنج هر کال د غزني ښاروالۍ له خوا داوطلبۍ ته وړاندې کېږي او له شرایطو سره سم په قرارداد ورکول کېږي.

پژواک د دغه ګنج د تېر کال او سږ کال قراردادونه موندلي چې دواړه له یو او بل سره میلیونونه افغانۍ توپیر لري.

غزني ښاروالۍ تېر کال د څارویو د ګنج قرارداد په ۵ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانۍ کړی، خو سږ کال چې طالبان واکمن شوي دغه قرارداد په ۹ میلیونه او ۹۹۶ زره افغانۍ شوی چې له تېر سره ۴ میلیونه او ۲۹۶ زره افغانۍ توپیر لري.

د څارویو ګنج اړوند د تېر کال او سږ کال قراردادونو جزییات

لومړی قرارداد تېر کال د غزني ښاروالۍ او روزي محمد تر منځ شوی چې له ۱۱، ۴، ۱۳۹۹ نېټې پیل او په ۱۰، ۴، ۱۴۰۰ نېټه پای ته رسېدلی دی.

په قرارداد کې راغلي چې د څارویو ګنج له شرطپاڼې سره سم د یوه کال لپاره نوموړي کس ته په ۵ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانۍ په کرایه ورکړل شوی دی.

دویم قرارداد سږ کال د غزني ښاروالۍ او عبدالحق تر منځ شوی چې له ۲۹، ۲، ۱۴۴۳ هـ ق نېټې پیل او په ۲۸، ۲، ۱۴۴۴ هـ ق نېټه پای ته رسېږي.

په قرارداد کې راغلي چې د څارویو ګنج له شرطپاڼې سره سم نوموړي کس ته د یوه کال لپاره په ۹ میلیونه او ۹۹۶ زره افغانۍ په کرایه ورکړل شوی دی.

د چارواکو څرګندونې

د غزني ښاروال عبدالخالق ضیايي پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېر حکومت کې قراردادونه د اوس په څېر داوطبۍ ته وړاندې کېدل، خو په سیټماټیک ډول په کې فساد ته لاره جوړېدله.

هغه زیاته کړه: ((کله چې به قرارداد داوطلبۍ ته وړاندې کېده نو یو درېیم کس به د هغوی تر منځ و او قرارداد اخیستونکي ته به یې ویل چې قرارداد په دومره درته اخلم خو زما ونډه به راکوې.))

دی وايي، په دې ونډه کې چارواکي هم شریک وو، یوازې د کاغذ پر مخ د شوي قرارداد له مخې به پیسې د دولت خزانې ته تللې خو نورې پیسې به شخصي جېبونو او اکاونټونو ته تللې.

نوموړي د بېلګې په توګه د غزني د څارویو ګنج قراداد یاد کړ چې د ۹ میلیونه او ۹۹۶ زره افغانیو پر ځای په ۵ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانۍ شوی او په دې توګه ۴ میلیونه او ۲۹۶ زره افغانۍ حیف او میل کېدلې.

د نوموړي په خبره، اوس هم ټول قراردادونه داوطلبۍ ته وړاندې کېږي خو هیڅوک په کې نه مخکې او نه وروسته فساد کولای شي.

ده یادونه وکړه چې هڅه کوي د فساد مخنیوی وکړي او ټول عواید په پوره روڼتیا د دولت خزانې ته لاړ شي.

د غزني ښاروالي یوه پخواني کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي پژواک خبري اژانس ته وویل، د څارویو ګنج قرارداد له کلونو راهیسې په ټیټه بیه کېده څو له دې لارې پیسو وهلو ته لار جوړه شي.

دی زیاتوي: ((په اصل کې د دواړو لورو تر منځ دوه قراردادونه کېدل یو رسمي او بل غیر رسمي، د رسمي قرارداد پیسې به د دولت خزانې ته تلې او د غیر رسمي قرارداد پیسې به شخصي جېبونو او اکاونټونو ته تللې چې ښاروالي، ولایت او نورې ادارې به هم ور شریکې وې.))

ده یادونه وکړه چې له تېرو شاوخوا پنځو کلونو راهیسې دغه قرارداد په ټیټه بیه کېده او په دې توګه په میلیونونو افغانۍ د دولتي د خزانې پر ځای شخصي اکاونټونو ته تللې دي.

د غزني ښاروالۍ د انجنیري برخې مسوول انجنیر شېر احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې تېر نظام سقوط شوی او طالبانو واک تر لاسه کړی، د ښاروالۍ په عوایدو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.

دی وايي، د عوایدو د ډېرېدو لامل د فساد مخنیوی دی، دغه راز هغوی چې پخوا یې مالیه نه ورکوله، اوس پوره مالیه ورکوي.

د خلکو غبرګون

د غزني اوسېدونکي خوښ دي چې د دغه ولایت په بېلابېلو ادارو کې د اداري فساد مخنیوی شوی او د چارو د روڼتیا لپاره هڅې روانې دي.

دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې له هغو سره دې حساب او کتاب وکړي چې فساد یې کړی دی.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر حکومت کولای شول چې د عوایدو له لارې په هر ولایت کې خلکو ته خدمات وړاندې کړي، کاري مواقع ورته برابر کړې خو داسې و نه شول.

دی وايي، له بده مرغه فساد هومره اوج ته رسېدلی و چې تر نیمايي ډېر عواید د څو زورورو جېبونو ته تلل.

دی وايي، له اوسني حکومت څخه د خلکو غوښتنه دا ده چې لومړی له مفسدینو سره حساب وکړي او په ادارو کې دې داسې اهل کسان وګوماري چې په فساد ککړ نه وي.

د محمد اجمل په نوم بل تن د غزني د څارویو ګنج قرارداد ته په کتو وايي، کله چې په یوه قرارداد کې څلور نیم میلیونه افغانۍ شخصي جېبونو ته ځي، نو تاسې فکر وکړئ چې په نورو قراردادونو کې به څومره پیسې شخصي جېبونو ته تللې وي.

د ده په خبره، دردوونکې دا وه چې کله به په کوم ولایت کې د فساد مورد پیدا شو نو د څېړنې لپاره به پلاوی ور ولېږل شو، خو د څېړنې پر ځای به هغه پلاوی هم په فساد کې ښکېل شو.

دی وايي، خلک له فساده پاکه اداره غواړي، داسې چې ولس ځان په کې وویني او پر حقونو یې تېری و نه شي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبیب الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، دا یو حقیقت دی چې په تېر حکومت کې دغه او دې ته ورته قراردادونه آن په څلورم او پنځم لاس کېدل چې په دې توګه به ګڼې ادارې او اشخاص په فساد کې ښکېل وو.

دی وايي، حکومت هیچا اته اجازه نه ورکوي چې فساد وکړي، بلکې د مخنیوي لپاره یې ټول ګامونه اخلي.

ده خبر ورکړ چې نه یوازې د ښاروالۍ اړوند د څارویو ګنج په قرارداد کې د فساد مخنیوی شوی، بلکې د ډېرو عایداتي ادارو عواید لوړ شوي دي.

Visits: 1139

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.