هرات ښار (پژواک، ٢۴ لېندۍ ١٤٠٠): د هرات ولایت روغتیايي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې له پاکستانه قاچاق شوي درمل په پراخه کچه پلورل کېږي چې ډېری یې بې کیفیته او د لږ کیفیت لرونکي دي.
د هرات روغتیايي مسوولین د سوېلي پولې له لارې هرات ولایت ته د بې کیفیته درملو د قاچاق په اړه اندېښمن دي.
د هرات د عامې روغتيا مرستيال محمد اصف کبير له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې هرات ته د درملو د قاچاق مخه بايد ونيول شي او د دغه بهیر دوام د ناروغانو روغتيا ته جدي ګواښ دی.
هغه له امنيتي ځواکونو غواړي چې د بې کيفيته او قاچاقي درملو له قاچاق کوونکو سره جدي چلند وکړي؛ ځکه د هغه په خبره، ټيټ کيفيت لرونکي درمل هره ورځ هېواد، په ځانګړي ډول هرات ته واردیږي.
په ورته مهال، د هرات د عامې روغتيا پخوانی رييس عبدالحکيم تمنا د قاچاقي او لږ کيفيت لرونکو درملو واردولو د مخنيوي په موخه پر پوله د کلکې څارنې ټينګار کوي.
هغه وايي چې قاچاقي درمل له سوېلي پولو هېواد ته واردیږي چې له بده مرغه په دې برخه کې د امنيتي ځواکونو له لوري هيڅ ډول څارنه او کنټرول نه ترسترګو کېږي.
د مخکني حکومت د عامې روغتیا وزارت هم امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې وه: «پولې کنټرول کړئ او د پاکستان له مرز نه افغانستان ته د قاچاقي توکو د واردولو مخه ونیسي.»
د هرات پخواني روغتیایي مسوولین وایي چې ډېری قاچاقي درمل د دغه ولایت ولسوالیو ته ځي؛ ځکه په ولسوالیو کې هيڅ ډول څارنه نشته.
مسوولین ټینګار کوي چې په هرات ښار کې د جدي څارنې په دلیل قاچاقي درمل کم موندل کېږي.
د هرات د عامې روغتیا پخوانی رییس عبدالحکیم تمنا وايي: «هرات ته به چې قاچاقي درمل راتلل، د ښار په کچه لږ وېشل کېدل؛ ځکه په ښار کې عامې روغتيا ریاست او پوليسو څارنه کوله او د قاچاقي درملو د پلور مخنیو یې کاوه چې له همدې امله دغه درمل ولسوالیو ته وېشل کېدل او د دولت له څار لرې پلورل کېدل.»
په هېواد کې د درملو د قاچاق دوام د دولتي عوایدو د غلا لامل شوی او زورواکو او مفسدینو ته یې هم د وارداتو زمینه برابره شوې ده.
د هرات ولايتي شورا يو شمېر مخکني غړي په دغه ولايت کې د ټیټ کيفيت او قاچاقي درملو د پېر او پلور په اړه اندېښمن دي.
د هرات ولايتي شورا پخواني غړي نجيب الله محبي پژواک ته وويل: «په ټولنه کې، په تېره بيا په مخکني حکومت کې د فساد کچه ډېره لوړه وه او فساد د ډېرو انسانانو وجدان خراب کړی و؛ ان تر دې چې ځینو سوداګرو هېواد ته د درملو په قاچاق سره د خپلو هېوادوالو ژوند له کواښ سره مخ کړ.»
د هرات یو مدني فعال سيد اشرف سادات وایي، په مخکني حکومت کې ډېرو زورواکو او مفسدو کسانو قاچاقي درمل واردول چې اوس بايد د هغوى د فعاليت مخنيوی وشي.
سادات وویل: «له بده مرغه ډېر درمل چې قاچاق کېږي، ډېر ټیټ کیفیت لري چې ان کېدای شي د انسان له ژوند سره لوبه وي. د تېر حکومت له لوري مو کوم هدفمن پروګرام نه درلود چې وکولای شي د ټیټ کیفیته درملو واردېدو مخه ونیسي."
تېر کال هم دوه ځلې په هرات ولایت کې قاچاقي، کم کیفیته او تاریخ تېر درمل د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست له خوا وسوځول شول.
د هرات روغتیايي مسوولین وايي چې سږ کال به ۱۲ټڼه درمل ژر وسوځوي؛ خو پر دې سربېره هم د هېواد په بازارونو کې ډېری قاچاقي درمل پلورل کېږي.
په هرات ولايت کې يوه ډاکټر محمد حديد پژواک ته وويل: «هغه څوک چې بې کيفيته درمل واردوي، په عملي ډول د خلکو روغتيا له ګواښ سره مخ کوي او دغو کسانو ته بايد سخته سزا ورکړل شي.»
د صنعتي ښارګوټي د تولیداتو ټیټوالی You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP