ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیسی سپین ږیری: د خلکو ترمنځ د يو بل زغملو روحيې پياوړي کېدو سره هېواد کې تاوتریخوالی له منځه ځي

بادغیسی سپین ږیری: د خلکو ترمنځ د يو بل زغملو روحيې پياوړي کېدو سره هېواد کې تاوتریخوالی له منځه ځي

author avatar
16 Dec 2021 - 18:28
بادغیسی سپین ږیری: د خلکو ترمنځ د يو بل زغملو روحيې پياوړي کېدو سره هېواد کې تاوتریخوالی له منځه ځي
author avatar
16 Dec 2021 - 18:28

قلعه نو (پژواک، ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۰): بادغیس کې د تېرو جګړو او ناامنیو له امله بېځایه شوي کسان چې په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي، له ټولو هېوادوالو غواړي چې کور، کلي او ټولنه کې یې د تاوتریخوالي مخه ونیسي او د یو بل زغملو د دودېدو برخه کې هڅې کوي.

افغانستان کې له څه باندې څلورو لسیزو جګړو کې میلیونونه افغانان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي او سلګونه زره نور د هېواد د ننه له یوې سیمې بلې ته بېځایه شوي دي.

ځينې سرچینې د یادې جګړې له امله د مرګ ژوبلې شمېر یو میلیون خو ځينې نورې یې دوه میلیون کسان بولي، دغه راز د یاد جګړې له امله شاوخوا ۴.۴ میلیون کسان (د ټول هېواد د نفوس ۱۳.۹ سلنه) معلول شوي او اوسمهال د هېواد تر نيمايي ډېر خلک تر فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

کورنيو بېځایه شوو کسانو چې د جګړې امله یې له یوه ولایت بل او له ولسوالیو ښار ته پناه راوړې ده، ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي او ډېری یې د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي.

د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ ۶۵ کلن اوسېدونکي ګلجان چې دوه کاله مخکې یې د جګړې او ناامنۍ له امله د بادغیس ولایت مرکز ته پناه راوړې وايي، جګړه او ناامني د ده او ده ته ورته د سلګونو نورو کورنیو د بدبختۍ لامل ده.

هغه وویل: (کله چې جګړه نه وه، ښه ژوند مو درلود، چاته احتیاج نه وو او په ارام فکر مو زده کړې کولې، پلار مې کار کاوه او مور مې د اولادونو تربیې ته متوجه وه، ۲۵ کاله عمر مې ډېر ښه تېر شو، خو له بده مرغه ۴۰ کاله عمر مې په بدبختۍ، بېچارګۍ او کډوالۍ کې تېر شو.))

یاد سپین ږیری چې د کورنۍ د ګټې یواځینۍ کس دی، سهار تر ماښامه د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د قلعه نو ښار په بېلا بېلو سیمو کې په خپله لاسي کراچۍ مزدوري کوي.

ګلجان شپږ لوڼې او دوه کوچني زامن لري او مجبور دی چې د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې پیدا کولو په خاطر په هر حالت کې کار وکړي.

ګلجان چې د سړې هوا له امله یې لاسونه لړزېدل، وویل: ((په هر حال شکر دی، شکر چې الله(ج) هېواد کې امنیت ټینګ کړ، جګړه خلاصه شوه، خو زموږ هیله دا ده چې دا ځل سوله او ارامي هېواد کې دایمي شي او موږ د ابد، ابد لپاره له جګړې خلاص شو.))

هغه د خوراکي توکو له یوه پلورنځي سره کراچۍ ودروله او پر خپله سپینه ږیره یې لاس تېر کړ، ويې ویل: ((دا سپینه ږیره مې ښيي چې څومره غم مې لیدلی، زما په څېر زرګونه سپین ږیري شته چې اولادونه یې وژل شوي، لوڼې یې وژل شوې، په دې خاوره د ډېرو خلکو وینې بهېدلې، نن چې ارامۍ راغلې، باید د دوام لپاره یې هڅې وکړو، موږ ټول باید هڅه وکړو، نوی جوړ شوی دولت باید د خلکو د خوشبختۍ، خوښۍ او هېواد د ابادۍ لپاره هڅې وکړي.))

نوموړی وايي، سره له دې چې د مخکني نظام تر سقوط وروسته فقر ډېر شوی، د ډېرو خلکو ژوند خراب شوی او بېوزله کسان په بد اقتصادي حالت کې دي، خو خلک له دې امله خوښ دي چې د مخکني نظام په پرتله هېواد کې امنیت ټینګ شوی دی.

هغه ښار کې په پېر او پلور بوختو کسانو ته اشاره وکړه او ويې ویل: ((خلکو ته یو پیغام لرم چې له خپل ځان، کورنۍ، ژوند، ښار او خپل کلي جګړه، تاوتریخوالی، تعصب لرې کړئ، له یو بل سره د وروڼو په څېر ژوند وکړئ.))

خو دا یواځې ګلجان نه دی چې جګړې ورته زیان رسولی او تر ۴۰ کاله ډېر عمر یې په بدبختۍ کې تېر کړی، بلکې په ټول هېواد په ځانګړې توګه بادغیس ولایت کې د ده په څېر زرګونه کورنۍ د جګړو او ناامنیو له امله بېځایه شوې او په ناوړه اقتصادي حالت کې ژوند کوي.

د جمعه نیاز په نوم د بادغیس ولایت ۷۵ کلن اوسېدونکي هم د جګړې خوند څکلی وايي، یو زوی یې درلود او زوی یې څو کاله مخکې د حکومت او مخالفینو ترمنځ جګړه کې وژل شوی دی.

هغه چې د زوی تر وژل کېدو وروسته یې د قلعه نو له کندالان سیمې څخه د حرزد په نوم کلي ته پناه راوړې، وايي: ((زوی مې بزګري کوله، مناسب ژوند مو درلود، خو ډېر خوشحاله تېرېده، نوی مې واده ورته کړی و، خو افسوس چې پر زړه یې مرمۍ ولګېده او روح یې حق ته وسپاره.))

نوموړي چې د زوی جامو او وسایلو ته يې کتل، په ډک ستوني وویل: ((د جګړې همدا تحفه ده چې نن زه او سپین سرې مېرمن مې یواځې پاتې شو.))

د ده په خبره، نږور یې د زوی تر مړینې وروسته د پلار کور ته لاړه او دوی یې یواځې پرېښودل.

هغه په نیمه ویجاړ کور کې ژوند کوي وايي، د زوی د مړینې له امله یې د کار توان له لاسه ورکړی دی، د ملګرو، خپلوانو او خیریه موسسو په مرستو ژوند تېروي.

ده د دعا لاسونه پورته کړل او ویې ویل: ((زما هیله همدا ده چې سوله ټینګه شي، هغه امنیت چې راغلی، دومداره شي، خلک نور یو د بل پر ځان ونه نښلي، چې زموږ خلک ټول د امن په فضا کې ژوند وکړي، جګړه ګټه نه لري، بلکې تباهي راولي.))

د دغه سپین ږیري په خبره، هرکله چې د خلکو ترمنځ د یو بل منل زیات شي، افغانستان به له تاوتریخووالي پاک وي، د دغه هېواد فضا به له ټولو وختونو ښایسته وي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.