ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې ۱۲ زره ماشومانو ته د چټکو زده کړو ۴۰۰ سیمه ییز ټولګي جوړ شوي دي

لوګر کې ۱۲ زره ماشومانو ته د چټکو زده کړو ۴۰۰ سیمه ییز ټولګي جوړ شوي دي

author avatar
16 Dec 2021 - 16:35
لوګر کې ۱۲ زره ماشومانو ته د چټکو زده کړو ۴۰۰ سیمه ییز ټولګي جوړ شوي دي
author avatar
16 Dec 2021 - 16:35

پل علم (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۰): په لوګر کې ۱۲ زره هغو ماشومانو ته د چټکو زده کړو ۴۰۰ سیمه ییز ټولګي جوړ شوي چې مخکې یې زده کړو ته لاسرسی نه درلود.

دغه ټولګي د یونیسف/UNICEF په مالي لګښت جوړ شوي چې په دې وروستیو کې ورباندې د اړتیا وړ درسي توکي هم وېشل شوي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د چټکو زده کړو ۴۰۰ سیمه ییز ټولګي جوړ شوي چې ۱۲ زره ماشومان زده کړې په کې کوي چې نیمايي یې نجونې دي.

هغه زیاته کړه، دا هغه ماشومان دي چې په تېر کې له زده کړې بې برخې وو، خو اوس د UNICEF نړیوالې ادارې په ملاتړ د زده کړې امکانات ورته برابر شوي دي.

دی وايي، دغه ټولګي د ۴۰۰ ښځینه او نارینه ښوونکو له خوا مخ ته وړل کېږي او د تدریس چارې ترسره کوي.

نوموړي خبر ورکړ چې په یوه تازه ګام کې د دغو ټولګیو پر زده کوونکو درسي توکي او پر ښوونکو د ټولګیو اړوند تجهیزات ووېشل شول.

د ده په خبره، په وېشل شوو توکو کې کتابونه، کتابچې، قلمونه، پنسلونه، رنګه قلمونه، بکسې او نور شامل دي.

دغه راز عرب یادونه وکړه چې د دې تر څنګ د څرخ ولسوالۍ د نوو جوړو شوو ټولګیو د ۶۵ نوو ګومارل شوو ښوونکو د روزنې لړۍ هم پیل شوې چې د تعلیمي نصاب د غوره تدریس لارې چارې به ور وښودل شي.

دی وایي، په دې توګه به ښوونکي د دې جوګه شي چې ماشومانو ته په ښه توګه زده کړې ورکړي.

د لوګر د مرکز او ولسوالیو د لرې سیمو اوسېدونکي خوشحاله دي چې اولادونو ته یې د زده کړې زمینه برابره شوې ده.

د مرکز پل علم د دادوخېلو سیمې اوسېدونکي محمد هاشم پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو کلونو کې د دوی د سیمې په زرګونو ماشومان د ناامنیو، جګړو او نورو ستونزو له امله له زده کړو بې برخې وو.

دی وايي، هغه مهال طالبانو نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوله، خو اوس د هلکانو تر څنګ نجونې هم اجازه لري چې په دغو ټولګیو کې زده کړې وکړي.

خو نوموړی له طالبانو غوښتنه کوي چې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته هم د زده کړو اجازه ورکړي او د هغوی ښوونځي دې پرانیزي.

د یادونې ده چې په سیمه ییزو ټولګیو کې له لومړي تر درېیم ټولګي ماشومانو ته زده کړې ورکول کېږي او وروسته د نورو زده کړو لپاره ښوونځیو ته جذبېږي.

Visits: 105

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.