ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د سپین بولدک- چمن لارې اړوند ډېرې ستونزې هوارې شوې دي

چارواکي: د سپین بولدک- چمن لارې اړوند ډېرې ستونزې هوارې شوې دي

author avatar
16 Dec 2021 - 15:44
چارواکي: د سپین بولدک- چمن لارې اړوند ډېرې ستونزې هوارې شوې دي
author avatar
16 Dec 2021 - 15:44

کندهار (پژواک، ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۰): که څه هم چارواکي وايي چې په دې وروستیو کې د سپین بولدک- چمن پر لار د تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ ډېرې ستونزې هوارې شوې، خو خلک او سوداګر وايي ځینې ستونزې لا هم پر ځای پاتې دي.

له یوې خوا مسافر شکایت کوي چې پر دغه لار د تګ راتګ پر مهال لا هم ځورول کېږي، اسناد یې نه منل کېږي او له بلې خوا بیا سوداګر وايي چې دغه لار د شوې ژمنې په خلاف د ۱۲ ساعتونو پر ځای ۶ یا ۸ ساعته پرانیستې وي.

د سپین بولدک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حبیب الله چې هره ورځ پر دغه لار تګ راتګ کوي، پژواک خبري اژانس ته وویل، پاکستاني لوری اوس هم ډېرو خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي، اسناد یې نه مني او ان ناروغان او جنازې هم نه پرېږدي.

دی وايي، په دې وروستیو کې د عمومي دروازې تر څنګ پر فرعي لارو هم ګڼ شمېر کسان او موټر تګ راتګ کوي چې یوه له دغو فرعي لارو د نظر پوستې په نوم مشهوره ده.

هغه زیاته کړه، د پاکستان لوري ته پخوا پر یاده شوې دروازه ټولې چارې د دغه هېواد د ملېشه ځواکونو له خوا ترسره کېدلې خو په دې وروستیو کې د پوځ له خوا تر سره کېږي او خلکو ته ستونزې جوړوي.

عبدالسمیع چې د کورنۍ د دوه غړو جنازې یې له ډیورنډ کرښې ها غاړې ته پرتې دي وایي، ساعتونه یې انتظار کړی څو جنازو ته یې د وړلو اجازه ورکړل شي خو په یوه او بله بهانه ستونزې ورته جوړېږي.

نوموړی غوښتنه کوي چې د دواړو لورو تر منځ له شوو ژمنو سره سم دې خلکو ته د تګ راتګ پر مهال اسانتیاوې جوړې شي نه دا چې ستونزې ورته جوړېږي.

افغان او پاکستاني لوري پرېکړه کړې وه چې پر دې لار به د کندهار پر تذکره هم خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي، خو خلک وایي، اوس هم هغو کسانو ته ستونزې جوړېږي چې غواړي د تذکرې په لرلو تګ راتګ وکړي.

د سپین بولدک اوسېدونکی اختر محمد وایي، د سپين بولدک او چمن تر منځ کاروبار کوي خو پاکستاني پوځيان ستونزې ورته جوړوي.

دی وایي، تذکره لري خو کله چې تر ساعتونو انتظار وروسته تر دروازې واوړي پاکستاني پوځيان یې بېرته د افغانستان لوري ته راواړوي.

بل خوا سوداګر وايي چې که څه هم ځینې ستونزې حل شوي خو د شوې ژمنې په خلاف لار د ۱۲ ساعتونو پر ځای ۶ یا ۸ ساعته پرانیستې وي.

د فضل احمد په نوم یوه سوداګر پژواک خبري اژانس ته وویل، لار د سوداګرۍ لپاره کم وخت پرانیستې وي، په داسې حال کې چې په پیل کې ژمنه شوې وه، دوولس ساعته به پرانیستې وي.

دی زیاتوي، اوس هم د صادراتو او وارداتو پر مهال د سوداګرو موټر په ساعتونو ساعتونو ځنډېږي چې دواړه لوري باید د دغې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شي.

خو د کندهار په سپین بولدک کې نوي ټاکل شوي کمیسار مفتي عصمت الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د سپن بولدک- چمن پر لار ډېرې ستونزې حل شوې خو هڅه کوي پاتې ستونزې هم حل شي.

دی وايي، اوس د پخوا په پرتله د خلکو ګڼه ګوڼه هم کمه شوې ده او هغوی چې ناروغان لري کولای شي په اسانۍ تګ راتګ وکړي.

هغه زیاتوي، پر دغه لاره هره ورځ له لس زره څخه تر دوولس زره کسان پلی تګ راتګ کوي او پاکستاني لوري تر ډېره هغه ژمنې عملي کړې چې پر دغه لار یې د اسانتیاوو جوړولو اړوند کړې وې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.