کابل (پژواک، ۲۶ لیندۍ ۱۴۰۰): په کابل ښار کې د ديني عالم او خطيب مولوي عبدالسلام عابد پر موټر د ماين چاودنه شوې او دی په کې ټپی شوی دی.
دغه چاودنه نن تر غرمي وروسته د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په پروانسه سیمه کې شوې ده.
د کابل د عبدالرحمن جامع مسجد خطیب مولوي عبدالسلام عابد په فېسبوکپاڼه کې لیکل شوي چې د مولوي عبدالسلام عابد پر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې ده.
سرچينه کاږي، په دې پېښه کې په خپله عابد او ورسره ملګري ژوبل شوي دي.
په دې پاڼه کې د عابد له خولې راغلي: «همدا شېبه (د مازيګر ۳:۱۵ بچې) په روغتون کې يم او حالت مې ښه دی».
د دغې پېښې په اړه تر اوسه رسمي چا څه نه دي ويلي او نه هم چا يې مسئولیت منلی.
تردي مخکي هم پر مولوي عابد د ماین چاودنه شوې وه او دی په کې ژوبل شوی و.
Views: 494
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP