ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالسلام عابد کابل کې د ماين په چاودنه کې ټپی شوی

مولوي عبدالسلام عابد کابل کې د ماين په چاودنه کې ټپی شوی

author avatar
17 Dec 2021 - 15:28
مولوي عبدالسلام عابد کابل کې د ماين په چاودنه کې ټپی شوی
author avatar
17 Dec 2021 - 15:28

کابل (پژواک، ۲۶ لیندۍ ۱۴۰۰): په کابل ښار  کې د ديني عالم او خطيب مولوي عبدالسلام عابد پر موټر د ماين چاودنه شوې او دی په کې ټپی شوی دی.

دغه چاودنه نن تر غرمي وروسته د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په پروان‌سه سیمه کې شوې ده.

د کابل د عبدالرحمن جامع مسجد خطیب مولوي عبدالسلام عابد په فېسبوکپاڼه کې لیکل شوي چې د مولوي عبدالسلام عابد پر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې ده.

سرچينه کاږي، په دې پېښه کې په خپله عابد او ورسره ملګري ژوبل شوي دي.

په دې پاڼه کې د عابد له خولې راغلي: «همدا شېبه (د مازيګر ۳:۱۵ بچې) په روغتون کې يم او حالت مې ښه دی».

د دغې پېښې په اړه تر اوسه رسمي چا څه نه دي ويلي او نه هم چا يې مسئولیت منلی.

تردي مخکي هم پر مولوي عابد د ماین چاودنه شوې وه او دی په کې ژوبل شوی و.

Visits: 494

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.