Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نصیر احمد فایق ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وټاکل شو

کابل (پژواک، ۲۶ لیندۍ ۱۴۰۰): ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ مستشار وزیر نصیراحمد فایق د دغې استازولۍ د دایمي استازي په توګه وټاکل شو، خو حکومت وايي، ملګري‌ملتونه دې خپل بې‌پلویتوب اوسني حکومت ته د دغې څوکۍ په ورکولو سره وساتي.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ نن سهار په یوه اعلامیه کې لیکلي چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ مستشار وزیر مختار نصیراحمد فایق د یادې استازولۍ د شارژدافیر په توګه ګومارل شوی دی.

تردې مخکې غلام محمد اسحاقزی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د د دایمي استازي په توګه کار کاوه. نوموړی د مخکيني ولسمشر محمداشرف غني د حکومت په وروستیو کې د یادې څوکۍ لپاره ټاکل شوی و.

د سرچینې په وینا، فایق ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د چارو مخته وړلو او مشرۍ مسوولیت واخیست.

نصیر فایق هم په خپلې ټوېټر پاڼې دغه خبر تایید کړی دی.

هغه ویلي، په ډېرو سختو حالاتو کې یې دا لوی مسوولیت منلی او هڅه کوي د افغانانو د بېکارۍ، لوږې او بېوزلۍ غږ د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو تر غوږو ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې رسنیو د یادې استازولۍ د دایمي استازي غلام‌محمد اسحاقزي د استعفا خبرونه خپاره کړي دي.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د رایو په اکثریت په داسې حال کې غلام محمد اسحاقزی د افغانستان استازیتوب تایید کړ چې افغانستان کې نوي سرپرست حکومت له‌خوا د یادې استازولۍ د څوکۍ لپاره له بهرنیو رسنیو سره د دوی د اړیکو مسوول سهیل شاهین ورپېژندل شوی دی.

د اوسني سرپرست حکومت له لوري یادې څوکۍ ته پېژندل شوی شخص سهیل شاهین بیا تازه په خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې ملګري‌ملتونه د بې‌پلوۍ له‌امله اعتبار لري او دغه اعتبار دې د افغانستان حکومت ته د یادې څوکۍ په سپارلو سره وساتي.

دی وايي، مقررات باید سیاسي مسایلو ته په پام کې نیولو سره وشي، که نه د یادې ادارې بې‌پلوي به تر پوښتنې لاندې وي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.