ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې په کلدارو د راکړې ورکړې د مخنیوي لپاره ګډ کمېسیون جوړېږي

په اروزګان کې په کلدارو د راکړې ورکړې د مخنیوي لپاره ګډ کمېسیون جوړېږي

author avatar
18 Dec 2021 - 13:45
په اروزګان کې په کلدارو د راکړې ورکړې د مخنیوي لپاره ګډ کمېسیون جوړېږي
author avatar
18 Dec 2021 - 13:45

ترینکوټ (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۰): په اروزګان کې په پاکستانۍ کلدارو د راکړې ورکړې د مخنیوي په موخه یو ګډ کمېسیون جوړېږي چې د چارواکو په خبره، ژر به په کار پیل وکړي.

اروزګان د هېواد په سوېل کې له هغو ولایتونو څخه دی چې له کلونو راهیسې په کې ټولې لویې او وړې سوداوې په پاکستانیو کلدارو کېږي.

له هغه وروسته چې تېره اوونۍ د افغانۍ ارزښت په بې سارې توګه ټیټ شو او له امله یې په بازارونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې لوړې شوې، حکومت د افغانیو د ارزښت ساتلو په موخه د ټولو ولایتونو چارواکو ته دنده وسپارله څو د بهرنیو اسعارو کارولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي.

په دې لړ کې د اروزګان چارواکي د جدي عملي ګامونو اخیستلو خبر ورکوي.

د دغه ولایت مرستیال والي مزمل پژواک خبري اژانس ته وویل، یو ګډ ګومارل شوی پلاوی پر دې کار کوي چې دلته د افغانیو د رواجولو لارې چارې ولټوي.

هغه زیاته کړه، دا د ټولو دنده ده چې د افغانۍ د ارزښت ساتلو او ترویجولو لپاره خپل مسوولیت ادا کړي او له مسوولینو سره لاس یو کړي.

ده د مرکز ترینکوټ او ولسوالیو پر هټۍوالو، سوداګرو او نورو غږ وکړ چې د کلدارو پر ځای په افغانیو راکړه ورکړه وکړي.

په اروزګان کې د افغانستان بانک مسوول مولوي مخلص ډاډ ورکوي چې په دغه ولایت کې د افغانیو د کمښت ستونزه نشته او کولای شي تل د اړتیا وړ افغانۍ بازار ته وړاندې کړي.

دی وايي، هغه ګډ کمېسیون- چې دی یې هم غړی دی- ژر د کلدارو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د ارزوګان اوسېدونکي، هټۍوال او سوداګر خوښ دي چې له کلونو وروسته په دغه ولایت کې په کلدارو د راکړې ورکړې د مخنیوي لپاره ګامونه اخیستل کېږي.

دوی وايي، خلک نور له کلدارو کارولو ستړي دي او له مسوولینو غوښتنه کوي چې دغې لړۍ ته د پای ټکي کښېږدي.

د ترینکوټ ښار یوه اوسېدونکي حمیدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، کلونه کېږي په اروزګان کې د کورونو، ځمکو او باغونو له پېر او پلور، کرایې، ګروي او اجارې نیولې تر ولور اخیستلو او ورځنیو لویو او وړو راکړو ورکړو ټولې په کلدارو کېږي.

دی وايي، خلک په دغه حالت راضي نه دي خو دا چې دا چاره له کلونو راهیسې روانه ده، مخنیوی یې د خلکو په توان کې نه وو.

نوموړی د کلدارو په مخنیوي کې له چارواکو د جدیت غوښتنه کوي او وايي باید عملي ګامونه واخیستل شي.

خو ده دا غوښتنه هم وکړه چې مرکزي بانک دې د خلکو د اړتیا وړ افغانۍ عرضه کړي څو د کلدارو د مخنیوي چاره په سمه توګه ترسره شي.

د یادونې ده چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کلدارو تر څنګ ډېره راکړه ورکړه په ډالرو هم کېږي چې دغې چارې نه یوازې خلک زیانمن کړي، بلکې د افغانۍ ارزښت یې هم ټيټ کړی دی.

خو چارواکي ژمنه کوي چې د هېواد په کچه به د بهرنیو اسعارو پر ځای د افغانیو د ترویج لپاره ګامونه واخلي.

Views: 221

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.