کندهار (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۰): د کندهار د کډوالو چارو ریاست مسوولین وایي، د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان (ای. او. ایم) له خوا د کندهار ښار تر څنګ په پنجوایي، ژيړۍ، میوند او ارغنداب ولسوالیو کې د بې ځایه شویو کورنیو سروې شوې ده.
د کډوالو چارو رییس مسلم اغا نن (شنبه) پژواک خبري اژانس ته وویل، ۲۴۸۰ کورنۍ په نښه شوي او پر دغه کورنیو د مرستو د وېش لړۍ پيل شوې چې په لومړي سر کې سلګونو کورنیو ته نغدي پیسې او ژمني توکې ورکړل شوي دي.
دی وایي، هرې کورنۍ دوه سوه امریکايي ډالر، درې توسان او د ژمنیو توکو یو کیټ ورکول کېږي چې د مرستو دا لړۍ به دوام ولري.
هغه زیاته کړه، په دې بې ځایه شویو کورنیو کې د کندهار د اومې ناحیې اړوند هغه ۵۰۰ کورنۍ هم شاملي دي چې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د جګړو پر مهال بې ځایه شوې وې.
د کډوالو چارو رییس وايي، دا چې ژمی دی، هوا یخه ده، نو دا مرستې به هم د همدې بې ځایه شویو او اړو کورنیو سره دوام ولري.
دی وایي، هڅه کوي دې ته ورته د نورو موسساتو په همکارۍ هم په کندهار کې تر بې وزلو او غریبو کورنیو پورې مرستې ورسوي.
په کندهار کې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د جګړو له امله په ښار او ولسوالیو کې لسګونه زره کورنۍ بې ځایه شوې وې چې هغه وخت هم ډېرې کورنۍ له مرستو بې برخې وې.
دغه کورنۍ چې اوس هم د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، غوښتنه کوي چې پر مرستو باید بسنه ونه شي او د خلکو لپاره دې د کاروبار غم وخوړل شي تر څو بې روزګاري کمه او خلک په کارونو بوخت شي.