ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د قانوني سرغړونو له امله څو کلينکيونه او درملتونونه تړل شوي دي

خوست کې د قانوني سرغړونو له امله څو کلينکيونه او درملتونونه تړل شوي دي

author avatar
18 Dec 2021 - 17:48
خوست کې د قانوني سرغړونو له امله څو کلينکيونه او درملتونونه تړل شوي دي
author avatar
18 Dec 2021 - 17:48

خوست ښار (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۰): د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې په ښار کې یو شمېر هغه خصوصي کلینیکونه او درملتونونه تړل شوي چې جوازونه یې نه دلودل او يا يې تاريخ تېر درمل پلورل.

د خوست د عامې روغتیا رياست چارسمبالی مولوي صاحب ګل خالد وایي، په دغه ولایت کې زياتره درملتونونه او کلینیکونه په خلپسري توګه فعالیت کوي او په وينا يې چې په لنډ وخت کې به ټول له يوې مخې وتړل شي.

دی زياتوي: ((تاسو ولیدل چې نن موږ په خوست ښار کې ډېر شمېر کلینیکونه او درملتونونه مهرلاک کړل. زموږ دا کار به جریان لري او هر هغه څوک چې په تاریخ تېر درمل پلوري او یا هم غیر قانوني وي، له هغوی سره به قانوني اجراآت کېږي.))

ورته مهال د خوست د عامې روغتیا پخواني رئیس ډاکټر حبیب شاه انصاري هم په دغه ولایت کې د خپلسرو درملتونونو او کلینیکونو ستونزه مني او وايي چې دا چاره په روغتيايي برخه کې د ټولنې لپاره په زيان ده.

هغه وايي: ((په عموم کې هر هغه خدمات چې غیر معیاري وي، یا هغه دواخانې، ډاکټران او د دوی اړوند نور کارکوونکي چې قانوني نه دي او غیرمعیاري دي، دا د ولس په زیان دي چې د عامې روغتیا ریاست او وزارت به له دوی سره اصولي اجراآت کوي.))

بل لور ته د خصوصي کلینیکونو مسوولین هم د عامې روغتیا ریاست دا ډول اقدام مهم بولي او زیاتوي، په دې سره به تر ډېره په ښار کې د خپلسرو کلینیکونو او په وخت تېر درملو د پلور او پېر مخه ونیول شي.

په خوست ښار کې د یوه خصوصي کلینيک يوه مسوول نورخان پژواک ته وويل: ((دا ډېر نېک اقدام دی، ځکه په دې سره به د خپلسرو کلینیکونو مخه ونیول شي او ترڅنګ به یې هغه دواګانې چې بې کیفیته دي او یا هم په تاریخ تېرې دي، د هغوی مخنیوی به شوی وي.))

اخوا د خوست ښار يوه اوسېدونکي محمد صدیق پژواک اژانس ته وويل، اوس هم په ډېرو درملتونونو کې تاريخ تېر درمل پلورل کېږي او ترڅنګ یې قېمتونه هم ډېر لوړ کړي دي.

ده زياته کړه: ((له شرکتونو او دوا والا څخه مو هیله ده چې د خلکو اقتصاد په نظر کې ونیسي، ځکه پخوا یو پاکټ په لس افغانۍ و، خو اوس په شل دی. دا ولس غریب دی، په کار ده چې له حالاتو سره سم د شرکتونو خاوندان او دوا پلورونکي د خلکو ستونزې په نظر کې ونیسي.))

دا لومړی ځل نه دی چي په خوست  کي تر وخت تېر درمل نیول کېږي او درملتونونه مهرلاک کېږي، بلکې مخکې هم په وار وار سره د عامې روغتيا رياست له لوري په وخت تېر درمل نیول شوي، خو ولې لا هم دا ستونزې پر خپل ځای پاتې دي.

Views: 186

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.