کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۰): هغه خبر چې ګواکې په پروان ولایت کې یوه کس د بېوزلۍ له امله ځان وژلی، ناسم دی، د یاد کس خپلوان وايي چې دغه کس د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وژنه کړې ده.

ادعا:
هشت صبح ورځپاڼې نن یو راپور خپور کړی چې ګواکې یوه ۴۰ کلن سړي د پروان ولایت په مرکز کې د بېوزلۍ او تنګ لاسۍ له امله ځان وژنه کړې ده.
سرچینې د «سیمه ییزو سرچینو» په حواله لیکلي چې یاد کس محمد نجیب نوميده او دغه پېښه د جمعې په شپه د یاد ولایت د مرکز اړوند په تتمدره کلي کې رامنځته شوې ده.
د دې ورځپاڼې په خبر کې راغلي چې دغه کس مخکې موټرواني کوله، خو اوس له څه مودې راهیسې بېکاره شوی و.
دغه راپور په ټولنیزو رسنیو کې هم لاس په لاس شوی دی.
حقیقت موندنه:
خاطره نېکزاد چې د محمدنجیب خپلوانه او د تتمدرې کلي اوسېدونکې ده، پژواک ته وویل، هغه راپور چې ګواکې محمد نجیب د بېوزلۍ او تنګ لاسۍ له امله ځان په دار ځړولی، اوازه او «بشپړ ناسم دی.»
د هغې په خبره، یاد کس اقتصادي ستونزې درلودې خو د ځانوژنې اصلي لامل چې نوموړی یې ځانوژنې ته اړ ایستلی، کورنی تاوتریخوالی دی.
هغه زیاته کړه: ((نجیب دوه یا درې ورځې مخکې له پلار سره دعوا کوي، پلار یې هغه له کوره باسي، کله یې چې د پلار له خوا له کوره ایستل شوی، ځان وژنه یې کړې ده.))
د نجیب الله اوښي مهدي هم د نجیب د ځانوژنې اصلي لامل کورنی تاوتریخوالی وباله او دا ردوي چې ګواکې نوموړي د بېوزلۍ له امله ځان وژنه کړې ده.
پایله:
ځينو رسنیو راپور ورکړی چې په پروان ولایت کې یو کس د بېوزلۍ او تنګ لاسۍ له امله ځان وژنه کړې، خو د یاد کس خپلوان دغه دا ادعا ردوي او د نوموړي کس د ځانوژنې اصلي لامل کورنی تاوتریخوالی بولي.
حکم: په پروان کې د بېوزلۍ له امله د یوه کس له خوا د ځانوژنې اوازه ناسمه ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP