ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د کانال ادارې پر ۲۷۸ جريبه ځمکه د مالټو باغونه جوړېږي

ننګرهار کې د کانال ادارې پر ۲۷۸ جريبه ځمکه د مالټو باغونه جوړېږي

author avatar
19 Dec 2021 - 15:18
ننګرهار کې د کانال ادارې پر ۲۷۸ جريبه ځمکه د مالټو باغونه جوړېږي
author avatar
19 Dec 2021 - 15:18

جلال اباد (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۰): د ننګرهار کانال ادارې له لوري پر ۲۷۸ جريبه ځمکه باندې د مالټو د باغونو جوړېدو چارې پيل شوې چې شاوخوا ۱۸زره د مالټو بوټي به په کې کېښودل شي.

د دغو باغونو د جوړېدو پرانېسته د لېندۍ په ۲۸مه د ننګرهار د کانال رييس او اړوند مسوولينو له لوري وشوه او چارواکي وايي چې په راتلونکي کې به په شاوخوا سل جريبه نوره ځمکه هم باغونه جوړ شي.

د ننګرهار د کانال رييس مولوي غلام رحمن په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې وویل چې د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند عبدالخېلو سيمه کې د دوی شاوخوا ۸۰۰ جريبه ځمکه موجود وه چې په څه ځمکه يې د کبانو فارمونه جوړ شوي او پاتې ځمکه باندې د مالټو د باغونو جوړولو پلان لري.

هغه زياته کړه، تازه يې په ۲۷۸ جريبه ځمکه د مالټو د باغونو لړۍ پيل کړه چې څه باندې ‍۱۸زره نيالګي به په کې کېښودل شي.

دی وايي، همدا اوس هم د بوټو د کښت او باغ جوړولو په برخه کې لسګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوه او راتلونکي کې به هم د دغه باغ په ساتلو او نورو چارو ترسره کولو کې خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

د کانال د رييس په وينا، په دغه ځای کې شاوخوا  ۸۶۰ جريبه ځمکه د دوی اړوند ده چې ۶۰ جريبه يې کرنې رياست ته انتقال شوې، ۸۰ جريبه يې سيند تخريب کړې، په ۲۲۰ جريبه ځمکه باندې د کبانو فارمونه جوړ شوي، ۲۰ جريبه باندې د ليمو باغ جوړ شوی او پاتې ټوله ۴۹۶ جريبه باندې به د مالټو باغونه جوړ شي.

د سيمې يو اوسېدونکی نظام ګل وايي چې په همدغه ځمکه باندې څو لسيزې وړاندې د مالټو باغونه موجود وو، خو د درېيو لسيزو جګړو هر څه له منځه وړي ډېره ځمکه غصب شوې وه چې اوس بېرته راګرځول شوې او بېرته يې نن د باغ جوړېدو چارې پيل شوې.

د باغ جوړېدو په برخه کې اوسمهال ګڼو کسانو ته د کار زمينه برابره ده چې ټول يې خوښ دي او غوښتنه کوي چې حکومت بايد د همدا ډول پروژو په ترسره کولو سره ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.

فضل محمد چې د باغ په جوړېدو کې کار کوي وايي، ډېر ځوانان چې په قاچاقي لارو بهرنيو هيوادونو ته ځي او لارو کې مړه کېږي لوی علت يې دلته په هېواد کې د کار نشتون دی که د کار زمينه برابره شي هیڅوک به بهر ته د تګ زړه ښه نه کړي.

همدا اوس هم د ننګرهار کانال اداره په بټي کوټ ولسوالۍ کې سلګونه جريبه ځمکه باندې د مالټو باغونه لري چې د حاصلاتو لوړوالي ترڅنګ يې سلګونه کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.