پلخمري (پژواک، ٢٨ ليندۍ ١٤٠٠): د بغلان امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو غلو ترمنځ جګړه کې يو غل وژل شوى او پنځه نور يې ژوندي نيول شوي دي.
د بغلان امنيه قوماندان صفي الله صميم د ليندۍ په ٢٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مرکز پلخمري اړوند د پوزايشان په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او غلو ترمنځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دغې جګړه کې يو غل وژل شوى او پنځه نور يې نيول شوي چې يو تن يې ټپي هم دى.
قوماندان دا هم وويل چې د پلخمري-سمنګان پر لار د چشمه شېر په سیمه کې امنيتي ځواکونو عملیات کړي او هغه وسله وال یې نیولي چې عامه نظم یې زیانمن کاوه او مسافر یې ځورول.
دغه راز د بغلان د اطلاعات او فرهنګ ريیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وایي چې د وسله والو غلاوو د مخنیوي په موخه د دوی هڅې ګړندۍ روانې دي او هېچاته به اجازه ورنه کړي چې عامه نظم زیانمن کړي.
Views: 200
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP