ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معتادین: حکومت دې زموږ درملنې ته لومړیتوب ورکړي

معتادین: حکومت دې زموږ درملنې ته لومړیتوب ورکړي

author avatar
21 Dec 2021 - 12:00
معتادین: حکومت دې زموږ درملنې ته لومړیتوب ورکړي
author avatar
21 Dec 2021 - 12:00

هرات (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۰): په هرات کې یو شمېر روږدي چې پر نشه یي توکو د اخته کېدو لامل یې بېوزلي او په هېواد کې څلور لسیزې جګړې بولي، له راغلې شوې سولې خوښ دي او له حکومته غواړي چې د روږدو کسانو درملنې ته لومړیتوب ورکړي.

هرات له ایران سره د ګډې پولې درلودو له امله هغه ولایت دی چې ډېر معتادین (نږدې ۸۰زره) لري او په بېلابېلو نشه یي توکو روږدي دي.

د دایکنډي ولایت یوه اوسېدونکي ۳۰ کلن محمد- چې اوس د هرات ښار په کوڅو کې له څو نورو روږدو سره شپې ورځې تېروي- وویل: «لس کاله کېږي چې په دې بدبختۍ اخته یم او ژوند مې تباه شوی دی.»

د هغه په ​​وينا، کورنۍ يې ٢٥ کاله مخکې په هېواد کې د جګړو او ناامنيو له امله ايران ته کډه شوې او هلته یې لس کاله تېر کړل، خو د ناوړه ملګرو په لرلو سره یې نشه یي توکو ته مخه کړه.

محمد، جګړه د هغه د روږدي کېدو یوازېنی لامل بولي او وایي: «که مو وطن ارام وای، موږ به ولې هجرت کاوه او زه به هيڅکله‎ له نااهله ملګرو سره نه وم مخ شوی.»

هغه له روږدي کېدو وروسته د ایران حکومت له خوا بېرته را اړول شوی دی.

نوموړي چې له یوې کثافت دانۍ یې د غیر الکولي مشروباتو خالي قوطي راټولول، وویل: «دا راټولوم، بیا یې خرڅوم او په پيسو یې هیرویین او یوه وچه ډوډۍ اخلم.»

د هغه په ​​خبره، ايران ته له کډوال کېدو مخکې يې ښه ژوند درلود، پلار يې په يوه ښوونځي کې ښوونکى و او چا ته يې اړتيا نه درلوده؛ خو اوس له خپلې کورنۍ حال نه لري چې چېرته او په کوم وضعیت کې ژوند اوسېږي.

هغه د روږدي کېدو له ژونده ستړی شوی او وایي: «زموږ په هېواد کې جګړې او ناامنۍ پای ته رسېدلې، طالبان راغلل او حکومت یې ونیو، شکر زموږ د خلکو وینه نور نه تویېږي، اوس زما او نورو معتادانو غوښتنه دا ده چې زموږ درملنه وکړي، موږ له دغه وضعیته ډېر ستړي شوي یو.»

له محمد سره يو شمېر نور روږدي کسان هم وو چې له حکومته يې ورته غوښتنه درلوده.

زهرا محمدي هغه روږدې ښځه ده چې ایران ته له کډوالۍ وروسته پر نشه یي توکو اخته شوې، هغه چې نه غواړي ډېرې خبرې وکړي، په هېواد کې سولې او امنیت راتلو ته خوشحاله ده او په خندا یې وویل: «سوله باید وساتو او په هېواد کې باید جګړه نه وي.»

دغه مېرمن هم خپلې ورځې او شپې له نورو روږدو سره د ښار پر سړکونو او کوڅو کې تېروي او هیله لري چې درملنه یې وشي او خپل عادي ژوند ته راوګرځي.

یو بل روږدی غلام نبي هم یوه سوکاله راتلونکي ته هیله من دی.

هغه وایي: «که په افغانستان کې سوله، ارامي او کار وای، هيڅکله به نه وم روږدی شوی او له خپلې کورنۍ او اولادونو سره به مې ژوند کاوه.»

هغه د خپلې کورنۍ په اړه وويل: «ما له خپلې مېرمنې سره په مينه واده وکړ او موږ دواړو ښه ژوند درلود، خو له بده مرغه چې د کار لپاره ايران ته لاړم، هلته زموږ ټولو کارکوونکو رییس موږ ته نشه يي توکي راکول.»

هغه چې د خپلو تېرو خاطرو په یادولو سره په ژړا شو او په تورو لاسونو یې خپلې اوښکې پاکولې، زیاته کړه: «جګړې، بېوزلۍ او بېکارۍ پر نشه یي توکو اخته کړم او له خپلې مېرمنې او اولادونو یې جلا کړم.»

نوموړي اوسني وضعیت ته په اشاره وویل: «اوس چې زموږ په هېواد کې سوله راغلې، ډېر خوښ يم، خو هغه وخت زما دغه خوښي دوه برابره کېږي چې درملنه مې وشي او له دې بدبختۍ خلاص شم. هغه له حکومته غواړي چې د روږدو کسانو درملنه وکړي.»

د ثبت شوو شمېرو له مخې، شاوخوا درې میلیونه افغانان پر بېلابېلو نشه یي توکو اخته دي چې ډېری یې د جګړې، اقتصادي ستونزو او کډوالۍ له امله نشه یي توکو ته مخه کړې ده.

Views: 53

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.