Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کندهار کې پر بهرنیو اسعارو له بندیز وروسته د توکو بیې ټیټې شوې دي

کندهار (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۰): د کندهار سوداګر او هټۍوال وايي، له هغه وروسته چې په کندهار کې په بهرنیو اسعارو پېر او پلور بند شوی، د افغانۍ ارزښت لوړ شوی او د توکو بیې د پخوا په پرتله له ۵ تر ۱۰ سلنه ټیټې شوې دي.

تېره اوونۍ د کندهار والي له سوداګرو سره له یوې غونډې وروسته په دغه ولایت کې د بهرنیو اسعارو پر کارولو بندیز ولګاوه، څو د افغانۍ ارزښت وساتل شي.

په کندهار کې د وچې مېوې د اتحادیې مشر حاجي عبدالاحد پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چې له تېرې اوونۍ راهیسې په کندهار کې ټوله راکړه ورکړه په افغانیو کېږي، دغې چارې د توکو پر بیو اغېز کړی او کښته شوې دي.

دی وایي، تېره ورځ يې د یو شمېر نورو سوداګرو په ملتیا له کندهار والي سره په دې اړه ناسته هم لرله.

د ده په خبره، دا چې سوداګر له بهرنیو هېوادونو څخه توکي په بهرنیو اسعارو پېري نو له چارواکو یې وغوښتل څو بانکونه سوداګرو ته ډالر تر بازار یوه افغانۍ ارزانه ورکړي او په دې توګه هغوی له زیان څخه وژغورل شي.

په کندهار ښار کې د خوراکي توکو د یوه پلورنځي مسوول احمد ضاء وايي، په دغه ولایت کې د بهرنیو اسعارو له بندېدو سره د خوراکي توکو بیه تر پخوا له ۵ تر ۱۰ سلنه ټیټې شوې دي.

دی زیاتوي، د غوړو درې لېټره ډبه چې مخکې یې بیه ۵۰۰ افغانۍ وه اوس ۴۸۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده، یوه پارسل پنځوس کیلو اوړه چې مخکې یې بیه ۲۲۰۰ افغانۍ وه اوس ۲۰۰۰ یا ۲۰۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

ده زیاته کړه، په ورته توګه ټول توکي تر یوه حده ارزانه شوي دي خو بیې یې په بېلابېلو پلورنځیو کې توپیر لري.

بل خوا یو شمېر کسان له چارواکو غوښتنه کوي چې زاړه بانک نوټونه دې له بازاره ټول کړي.

په دې اړه د کندهار ښار یوه هټۍوال عزیزالله پژواک ته وویل، په دې وروستیو کې چې په بهرنیو اسعارو په راکړه ورکړه بندیز لګول شوی په بازار کې یو ځل بیا زاړه بانک نوټونه زیات شوي دي.

دی وايي، ان بانکونه هم خپلو مشتریانو ته په ډېره کچه زاړه بانک نوټونه ورکوي چې ټولو خلکو ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

بل خوا داسې ګنګوسې هم دي چې افغانستان په پراخه کچه جعلي بهرني اسعار په ځانګړې توګه پاکستانۍ کلدارې راوړل شوي دي.

د کندهار یوه صراف ولي محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، افغانستان ته ډېرې جعلي کلدارې راوړل شوې چې عامو خلکو ته یې پېژندل ګرانه چاره ده.

د ده په خبره، که څه هم مخکې په کندهار کې لويې سوداوې لکه د کور، ځمکې یا موټر پير او پلور د ډالرو تر څنګ په پاکستانۍ کلدارو کېده، اوس باید خلک ډډه ورڅخه وکړي.

دی وايي، له یوې خوا افغانستان ته جعلي پاکستانۍ کلدارې راوړل شوې او له بلې خوا پاکستان غواړي خپل ځینې بانک نوټونه په نوې بڼه چاپ کړي چې زاړه بیا له کاره لوېږي او څوک یې دغه هېواد ته نه شي وړلای.

نوموړی له خلکو څخه غوښتنه کوي چې د بهرنیو اسعارو په خاص ډول د کلدارو له کارولو دې ډډه وکړي، پر ځای دې یې په افغانیو پیر او پلور وکړي څو د افغانۍ ارزښت وساتل شي.

 

له هغه وروسته چې تېره اوونۍ د افغانۍ ارزښت په بې سارې توګه ټیټ شو او له امله یې په بازارونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې لوړې شوې، حکومت د افغانیو د ارزښت ساتلو په موخه د ټولو ولایتونو چارواکو ته دنده وسپارله څو د بهرنیو اسعارو کارولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.