ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هراتي کارګر: اقتصادي ستونزو مو د سولې خوښي کمرنګه کړې ده

هراتي کارګر: اقتصادي ستونزو مو د سولې خوښي کمرنګه کړې ده

author avatar
21 Dec 2021 - 14:56
هراتي کارګر: اقتصادي ستونزو مو د سولې خوښي کمرنګه کړې ده
author avatar
21 Dec 2021 - 14:56

هرات (پژواک، ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۰): د هرات محمودي درې لارې ــ هغه سیمه چې شپږ میاشتې مخکې په کې خونړۍ چاودنه وشوه ــ کارګر خوشحاله دي چې اوس له چاودنو او جګړې په ارامه فضا کې ژوند کوي، خو له اقتصادي ستونزو ځورېږي او د یادو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

د مخکني حکومت تر سقوط وروسته کله چې اوسنی سرپرست حکومت واک ته ورسېد، امریکا د افغانستان نږدې ۱۰ میلیارد ډالره پانګه کنګل کړه او پر افغانستان یې ځينې نور محدودیتونه هم وضع کړل.

دغه وضعیت د افغانستان خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او ډېر شمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

په هرات ښار کې د محمودي درې لارې هغه سیمه ده چې هره ورځ نږدې ۲۰۰ کارګر د کار پیداکولو لپاره دلته ټولېږي، څو ښايي وکولای شي د درنو کارونو له لارې د خپل ژوند لګښت پیدا کړي.

د روان کال د چنګاښ په ۱۷مه په دې درې لارې کې پر مسافر وړونکي موټر چاودنه شوې وه، هغه سیمه چې له پخوا تر اوسه په کې ډېر شمېر کارګر د کار لپاره ټولېږي. په دې چاودنه کې شپږ کسان ټپیان شول.

۵۰ کلن محمد محمدي هم د لسګونه نورو کسانو په څېر د یوې مړۍ ډوډۍ پیداکولو لپاره هره ورځ د محمودي درې لارې چوک ته راځي.

هغه اوس هم د محمودي درې لارې سیمه کې چاودنه په یاد لري او د هېواد له اوسني وضعیت څخه راضي دی، خو د نوموړي خپه او پرېشنانه څېره د ناهیلۍ او ستړیا ښکارندویي کوي، ځکه ښايي فکر کوي نن به هم د نورو ورځو په څېر تش لاس کور ته لاړ شي.

د محمد په باور، سوله ټولنه کې د پرمختګ لامل کېږي او باید په سوله ییزه فضا کې دوی ته د کار زمینه هم برابره شي.

هغه د مرکې لپاره له لسګونه کسانو را تېر شو او ویې غوښتل خپل پیغام نړیوالو ته ورسوي.

محمدي وايي چې سوله د ورورۍ، یو بل زغملو، امنیت او کار په مانا ده.

هغه د خپلو اولادونو راتلونکي ته د اندېښنې په څرګندولو وايي، هېواد کې د دایمي او بشپړې سولې غوښتونکی دی، ځکه نه غواړي اولادونه یې له کلونو زده کړو وروسته چوک کې کار وکړي.

نوموړی په خوښۍ سره وايي چې اوس د ناامنۍ ستونزه حل شوې او هیله من دی چې اقتصادي او تحصیلي ستونزې هم حل شي.

علي دولتي په دغه چوک کې یو بل کاریګر دی چې خپلې خبرې د پخوا د ناامنۍ په اړه پیلوي او وايي: ((تېر حکومت چې په ډېر ډار سره چوک ته راتلم، خو له اوسنۍ سولې څخه راضي یم، ځکه غلا، اختطاف، وژنې، رشوت او بې عدالتي کم شوي دي.))

هغه زیاتوي، اوسنی حکومت باید د سولې ترڅنګ خلکو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

محمد او علي تنها هغه کسان دي چې اقتصادي ستونزو اړ کړي چې ساعتونه د کار پیداکولو لپاره کېني، بلکې داسې ځوانان هم شته چې له کلونو زده کړو وروسته هم د کار پیدا کولو لپاره چوک ته راځي.

محمد ابراهیمي ۲۵ کلن ځوان دی او وايي، د ژوند ستونزو اړ کړی چې زده کړې پرېږدي او په دغه چوک کې کار پیدا کولو ته راشي، سوله خوښوي خو داسې سوله چې بېوزلي له منځه یوسي.

ډېری مرکه کېدونکو سوله د «کار او امنیت» په نوم تعریف کړه، د دوی منځ کې داسې سپین ږیري هم شته چې د څو حکومتونو شاهدان دي.

د حمزه امیري په نوم سپین ږیري چې لومړی یې له مرکې ډډه وکړه ځکه د ده په خبره څوک یې غږ نه اوري خو وروسته یې وویل: ((د واقعي سولې راوستل سخت کار نه دی، خو مخکني او اوسنی ټول حکومتونه د خپلو ګټو په فکر کې دي نه د ملت د ګټو.))

هغه زیاتوي، سوله یعنې د امنیت راوستل او خلکو ته د کار زمینه برابرول، نه داسې چې خلک مجبور شي د یوې مړۍ ډوډۍ پیداکولو لپاره غلا او سوال وکړي.

حمزه وايي چې اوسنی حکومت باید هېواد کې د واقعي سولې راوستو لپاره د اقتصادي ودې فکر وکړي، څو له دې لارې د کارګرو ستونزو حل شي، ځکه که دغه کار ونه شي دوی به د اوسني وضعیت لومړي قرباني وي، د ده په خبره د بشردوستانه مرستو وېش باید عادلانه وي او بازار کې د توکو بیې باید کټرول شي.

د کارګرو په خبره، هره ورځ ډېر شمېر کارکوونکي د کار پیدا کولو لپاره له لرې سیمو دغه چوک ته راځي خو کار نشته او دوی ناهیلي خپلو کورونو ته ګرځي.

په ورته وخت کې سرور نظري چې مړاوې څېره او کړوپه ملا لري وايي، سوله یعنې ارزاني، کار او زده کړې. که له سولې سره ډوډۍ او کار نه وي، «مجبور یم خپله مېرمن او اولادونه ووژنم، ځکه د دوی د مړولو لپاره پیسې نه لرم.»

سرور چې ۶۷ کاله عمر لري د سړې هوا له امله یې لاسونه چاودې شوي او ان خبرو د نظم توان نه لري، خو بیا هم ورته د سولې کلمې بیان هیله بښونکی دی.

هغه هیله مندي څرګندوي او وايي: ((تر راتلونکو څو میاشتو ښايي حکومت وکولای شي لکه سولې یې چې تامین کړه خلکو ته کاري زمینه هم برابره کړي.))

ډېری کسان چې د کار لپاره محمودي درې کاري ته راځي ادعا کوي چې په سیمه کې یې امنیتي ستونزې حل شوې خو په وروستیو څلورو میاشتو کې درامد نه لري.

په ورته وخت کې سیدظاهر هاشمي چې شپږ کاله عمر یې د کار لپاره ګاونډیو هېوادونو کې تېر کړی او اوس د رامنځته شوو شرایطو له امله بېرته بهرنیو هېوادونو ته د تګ قصد لري.

دی وايي: ((سوله یعنې ازادي، د جګړې نه موجودیت او راحت ژوند.))

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو څه ډوله سوله غواړئ؟ وايي، له کلونو جګړې وروسته اوس هېواد کې امنیت دي، خلک باید په سوله ییزه فضا کې کار او زړه کړې هم وکړي، حکومت دې په دې برخه کې جدي او ټول شموله پلانونه جوړ کړي.

هغه زیاتوي: «دا چې لوڼې مې له زده کړو پاتې دي اندېښمن یم. که هېواد کې سوله وي، د ښځو حقونه مراعات شي او کار هم وي، هېڅکله بهرنیو هېوادونو ته لاړ نه شم.»

دا په داسې حال کې ده چې د اوسني حکومت چارواکو ویلي چې ښځې او نجونې د زده کړو حق لري، د شرایطو له برابرېدو وروسته به ټولو ته د زده کړو او تحصیل زمینه برابره شي.

Views: 63

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.