ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار صرافانو کار بنديز اعلان کړ

د ننګرهار صرافانو کار بنديز اعلان کړ

author avatar
21 Dec 2021 - 15:38
د ننګرهار صرافانو کار بنديز اعلان کړ
author avatar
21 Dec 2021 - 15:38

جلال اباد (پژواک، ۳۰ ليندۍ ۱۴۰۰): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار صرافانو د يوه صراف د زوی د تښتول کېدو په غبرګون کې کاربنديز وکړ او د صرافۍ مارکېټونه يې وټرل.

صرافان وايي چې تېره ورځ د يوه صراف زوی انسان تښتوونکو تښتولی او امنيتي ځواکونو يې د خلاصون لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی.

دوی غوښتنه کوي چې امنيتي ځواکونه دې تښتول شوی کس له انسان تښتونکو ازاد او له تښتوونکو سره دې سخت چلند وکړي.

بلخوا ګڼ شمېر خلک د صرافانو د هټيو تړل کېدو له امله له ستونزو سره مخامخ دي او له دوی غواړي ژر تر ژره دې کار بنديز ختم کړي.

ځايي مسوولین بیا د تښتول شوي صراف په راخوشي کېدو او په دغه ولایت کې صرافانو او پانګوالو ته د ښې امنیتي فضا د برابرېدو په برخه کې د هر راز هڅو د ترسراوي ډاډ ورکوي.

په جلال اباد ښار کې څلورو مارکېټونو ، غلام الله، غلام دستګیر، اتفاق او سپین غر ټاور کې ټولو صرافانو خپلې هټۍ تړلي او کاربندیز يې اعلان کړی.

د جلال اباد ښار د صرافانو اتحايې غړی غلام فاروق وايي، دغه کار بندیز يې د يوه صراف د زوى د تښتوونې په غمرازۍاو له مسوولینو څخه د هغه د راخوشې کېدو په غبرګون شوى دى.

دی زياتوي، کاربندیز به يې د دوی د اتحاديې تر دويمې پرېکړې پورې دوام ومومي.

د صرافانو اتحاديې مسوولین بیا په دغه ولایت کې د وسله والو غلو او همدا راز د اسلامي امارت له نامه څخه په ګټې اخیستو د انسان تښتوونکو ډلو شتون اندېښمن کړي او له مسوولینو د لیکو د تصفيې او همدراز د دغه ډول پېښو د مخنيوي غوښتنه کوي.

د صرافانو د اتحاديې مرستيال حاجي غلجی وايي چې امنيتي چارواکي بايد د دوی امنيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ځايي خلک بیا د صرافيو بندښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او له صرافانو غواړي ژر تر ژره دې د صرافيو خدمات د خلکو پرمخ پرانېزي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي امان الله عادل بیا د تښتول شوي صراف په را خلاصولو او دغه ولایت کې صرافانو او پانګوالو ته د ښې امنیتي فضا د برابرېدو په برخه کې د هر راز هڅو د ترسراوي ډاډ ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا تېره شپه ننګرهار کې د استخباراتو ریاست د انسان تښتوونکو له يوې ډلې سره د شپې له لسو بجو د سهار تر شپږو بجو وسله واله نښته کړې چې په پایله کې يې درې انسان تښتوونکي وژل شوي او دوه يې ژوندي نیولي دي.

په همدې جګړه کې يو صراف او يو امنيتي سرتېرى هم وژل شوي دي.

Views: 102

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.