جلال اباد (پژواک، ۳۰ ليندۍ ۱۴۰۰): د ننګرهار د استخباراتو رياست ځواکونو په جلال اباد ښار کې د جګړې پرمهال درې انسان تښتونکي وژلي او دوه نور يې ژوندي نيولي دي.
په دغه نښته کې د استخباراتو رياست يو سرتېری هم وژل شوی او هغه زرګر چې د خلاصون لپاره يې عمليات روان و، د انسان تښتونکو له لوري وژل شوی دی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، چې امنيتي ځواکونو تېره شپه د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې مربوطاتو کې د دغو انسان تښتونکو د اوسېدو پر ځای باندې عمليات کول چې هغوی ورسره نښته کړې ده.
د دغه رياست مرستيال مولوي امان الله عادل د ليندۍ په ۳۰مه پژواک اژانس ته وويل چې د ننګرهار ولايت د استخباراتو رياست عملياتي ځواکونو د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند قصبې سيمه کې تېره شپه پر يوه کور عمليات ترسره کړي دي.
دی وايي، عمليات د انسان تښتونکو پر کور ترسره شوي چې انسان تښتونکو له امنيتي ځواکونو سره جګړه کړې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، په ياده نښته کې درې انسان تښتونکي د امنيتي ځواکونو له لوري وژل شوي، يو زرګر چې اختطافګرو تښتولی و او يو د استخباراتو سرتېری د انسان تښتونکو له لوري وژل شوي دي.
د مولوي عادل د معلوماتو له مخې، دغو عملياتو تر نن سهاره دوام درلود او پرمهال يې دوه انسان تښتونکي ژوندي نيول شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې هم ترلاسه شوي دي.
بلخوا د سيمي اوسېدونکي وايي چې عمليات کوونکو ځواکونو په سهوه کې يو ځايي اوسېدونکی هم ټپي کړی دی.
د ټپي شوي شخص ورور مومن وايي چې ورور يې تر ټپي کېدو وروسته بل کور ته لېږدولی او د امکاناتو د نشتوالي له امله يې پښه ورته په دستمال تړلې وه او تر سهاره همداسې په دردونو کې ټول ويښ پاتې شوي دي.
د ننګرهار ځايي چارواکو د دغه کس د ټپي کېدو په تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.