Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بغلان کې ناپېژاندو وسله والو يو کس وژلی دی

پلخمري ( پژواک،۳۰ لیندۍ ۱۴۰۰): ناپېژاندو وسله والو د بغلان ولایت په تاله او برفک ولسوالۍ کې د حاجي دادعلي په نوم یو کس وژلی دی.

ځايي چارواکي د حاجي دادعلي وژل کېدل تاييدوي، خو وايي نه پوهېږي چې نوموړی به چا او ولې وژلی وي.

د بغلان ولایت د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي وايي چې تراوسه نه ده معلومه چې حاجي دادعلي چا او ولې وژلی دی.

نوموړی زياتوي چې دادعلي د اسماعلیه فرقې پيرو او د برفک سیمې اصلي اوسېدونکی و، خو له څو کلونو راهیسې په مزار شریف کې اوسېده.

نوموړی وايي، تراوسه د حاجي دادعلي د قتل په تور څوک نه دي نيول شوي او نه هم کومې ډلې يا شخص د دې پېښې مسوولیت منلی دی.

د وژل شوي کس يوه کليوال چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل چې حاجي دادعلي وړمه ورځ وژل شوی، د ځمکې د ملکیت پر سر يې له پخوا څخه لانجه درلوده او د حامدکرزي د واکمنۍ پرمهال د مقابل لوري يو کس د ناپېژاندو کسانو له خوا ترور شوی هم و.

یاده دې وي چې تېره اوونۍ هم په بغلان کې یوه ډاکټره په خپل کور کې وژل شوې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.