پلخمري ( پژواک ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۰ ): د بغلان ولایت چارواکي وايي چې ټول هغه درملتونونه او روغتيايي مرکزونه به وتړي چې جوازونه نه لري.
د بغلان چارواکي په ياد ولايت کې د ۳۰هغو درملتونونو او څلورو روغتيايي مرکزونو د بندولو په اړه د پژواک خبري آژانس د څېړنیز راپور له خپرېدو وروسته لاس په کار شوي.
د بغلان د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وايي، دوی به ټول هغه درملتونونه او روغتيايي مرکزونه په نښه او وتړي چې د فعاليت جوازونه نه لري.
هغه دغه راز زياته کړه چې هر کال په هېواد کې زرګونه کسان له خصوصي او دولتي پوهنتونونو څخه د طبابت په برخه کې فارغېږي، خو لاهم په بازار کې غير مسلکي کسانو روغتيايي فعالیتونه کول.
د بغلان د عامې روغتيا رياست هم وايي چې دوی ټولو هغو درملتونونو او روغتيايي مرکزونو ته يوه مياشت وخت ورکړی څو خپل وسايل او درمل پر هغو درملتونو او روغتونونو وپلوري چې د فعاليت جوازونه لري.
د بغلان د عامې روغتیا رییس قاري خالد هجران پژواک ته وویل:” د پژواک څېړنیز راپور ډېر ښه و، موږ تل د پژواک راپورونه ګورو او تر ډېره دغه آژانس هڅه کوي څو حقیقتونه خپاره کړي، درملتونونو ته مو یوه میاشت وخت ورکړی څو خپل درمل او وسايل وپلوري.”
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP