ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک له راپور وروسته بغلان کې بې جوازه درملتونونه او روغتيايي مرکزونه تړل کېږي

د پژواک له راپور وروسته بغلان کې بې جوازه درملتونونه او روغتيايي مرکزونه تړل کېږي

author avatar
21 Dec 2021 - 15:16
د پژواک له راپور وروسته بغلان کې بې جوازه درملتونونه او روغتيايي مرکزونه تړل کېږي
author avatar
21 Dec 2021 - 15:16

پلخمري ( پژواک ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۰ ): د بغلان ولایت چارواکي وايي چې ټول هغه درملتونونه او روغتيايي مرکزونه به وتړي چې جوازونه نه لري.

د بغلان چارواکي په ياد ولايت کې د ۳۰هغو درملتونونو او څلورو روغتيايي مرکزونو د بندولو په اړه د پژواک خبري  آژانس د څېړنیز راپور له خپرېدو وروسته لاس په کار شوي.

د بغلان د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وايي، دوی به ټول هغه درملتونونه او روغتيايي مرکزونه په نښه او وتړي چې د فعاليت جوازونه نه لري.

هغه دغه راز زياته کړه چې هر کال په هېواد کې زرګونه کسان له خصوصي او دولتي پوهنتونونو څخه د طبابت په برخه کې فارغېږي، خو لاهم په بازار کې غير مسلکي کسانو روغتيايي فعالیتونه کول.

د بغلان د عامې روغتيا رياست هم وايي چې دوی ټولو هغو درملتونونو او روغتيايي مرکزونو ته يوه مياشت وخت ورکړی څو خپل وسايل او درمل پر هغو درملتونو او روغتونونو وپلوري چې د فعاليت جوازونه لري.

د بغلان د عامې روغتیا رییس قاري خالد هجران پژواک ته وویل:” د پژواک څېړنیز راپور ډېر ښه و، موږ تل د پژواک راپورونه ګورو او تر ډېره دغه آژانس هڅه کوي څو حقیقتونه خپاره کړي، درملتونونو ته مو یوه میاشت وخت ورکړی څو خپل درمل او وسايل وپلوري.”

Visits: 126

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.