ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مدني ټولنو ګډې کاري شبکې د موجوديت اعلان وکړ

د مدني ټولنو ګډې کاري شبکې د موجوديت اعلان وکړ

author avatar
22 Dec 2021 - 19:13
د مدني ټولنو ګډې کاري شبکې د موجوديت اعلان وکړ
author avatar
22 Dec 2021 - 19:13

کابل (پژواک د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د مدني ټولنو او موسساتو د انسجام، بشري مرستو جذبولو، له مرستو د کره څار او د انحصارګرایۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه د مدني ټولنو ګډې کاري شبکې د موجوديت اعلان وکړ.

د دې شبکې (CS-JWN) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې چې يوه کاپي يې پژواک اژانس ته رارسېدلې، راغلي چې په افغانستان کې د بشري ناورين د مديریت او اغېزو د راکمولو، د ټولنيز عدالت د ټینګښت، د ټولنيز څار د ترويج، د ټولنيز ثبات د را ژوندل کولو، د اقتصادي پراختيا د فرصتونو د رامنځ ته کولو او د بشري ناورين د اغېزو د را کمولو په اړه ګډ مسوولیت ته په کتو سره او په هېواد کې د بشردوستانه فعالیتونو د اغېزمنتیا او چټکتيا لپاره د يو ګډ چتر د ايجاد اړتيا ده چې د مدني ټولنو واقعي استازيتوب وکړي.

سرچينه زياتوي، په همدې موخه او د موجوده تشې د ډکولو په پار يې د مدني ټولنو ګډه کاري شبکه رامنځ ته کړه چې بنسټيزې موخې يې د مدني ټولنو او موسساتو انسجام، بشري مرستو جذبول، له ډونرانو او نړیوالې ټولنې سره د مدني ټولنې په استازيتوب د همغږۍ ایجادول، له مرستو څخه دقیق څار او د انحصارګرایۍ پر وړاندې مبارزه ده.

سرچينه کاږي، د مدني ټولنو ګډه کاري شبکه چې نن (چهارشنبه) يې د موجوديت اعلان وکړ، تراوسه د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د بېلا بېلو برخو شاوخوا ۶۰۰ کورنۍ موسسې او چتري بنسټونه په کې غړیتوب لري.

د خبرپاڼې په حواله، ياده شبکه د دې لپاره رامنځ ته شوه چې موجوده تشه ډکه کړي او د مدني ټولنو له نومه د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوی وشي.

دې شبکې يادونه کړې چې له تحولاتو مخکې چې هر هغه ادرس، شبکه، چتري موسسات او بنسټونه فعال وو او د مدني ټولنو استازیتوب يې کاوه، دوی ترې مننه کوي، هڅې يې ستايي، خو اوسمهال د دوی ډېری او کليدي غړي په افغانستان کې حضور نه لري، له هېواده بهر دي او له بهره د افغانستان د مدني ټولنې موثر استازیتوب نه شي کولی او اصولا مشروعیت هم نه لري.

د مدني ټولنو ګډه کاري شبکه څرګندوي چې د افغانستان استازيتوب هغه څوک کولای شي چې په افغانستان کې وي، يواځينی ادرس چې د افغانستان د مدني ټولنو استازیتوب کولی شي، هغه د مدني ټولنو ګډه کاري شبکه يا (CS-JWN) دی.

دې شبکې ژمنه کړې چې د افغانستان د مدني ټولنې واقعي استازيتوب به کوي او ټول هغه بنسټونه چې جواز ولري، غړیتوب يې اخیستلی شي.

Visits: 116

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.